IQNA

د حضرت امام موسی کاظم علیه السلام شهادت

8:15 - March 09, 2021
د خبر لمبر: 3484134
تهران (ایکنا) - نن په ایران کې د رجب د میاشتې ۲۵ نیټه ده چې د نړۍ د شیعیانو د اووم معصوم امام حضرت موسی کاظم علیه السلام د شهادت له کلیزې سره سمون لري.
امام موسی کاظم علیه السلام به د خپل پلار حضرت امام جعفر صادق علیه السلام په ستر علمي مکتب کښې ګډون کوه او د خپل پلار له فضائلو په برخمنیدو سره، د تقوا، استقامت، شجاعت او انصاف غوښتنې په شان د لوړو اخلاقي صفاتو او ځانګړنو مشهور مثال وګرځیده.
امام موسی کاظم علیه السلام تقریباً ۳۵ کلونه د مسلمانانو امامت په غاړه درلود خو زیاتره کلونه یې په بند او جلاوطنۍ کښې تیر کړل.
هغوي به په مسلمانانو باندې د واکمن فاسد سیاسي او اجتماعي نظام په وجه د دغو موجودو حالاتو خلاف راپاریدل او او په دغه شان یو موقعیت کښې به امامِ عالي مقام د خلکو سیاسي او ټولنیزه پوهه زیاتوله او د بني عباس واکمنانو طریقه به یې د اسلامي ارزښتونو اپوټه بلله.
د وخت واکمن عباسي خلیفه هارون الرشید چې نه غوښتل خلک د حضرت موسی کاظم علیه السلام د علم او فضیلت له ستر دریابه خړوب شي، په یوې دسیسې سره یې په زندان کښې امام ته زهر ورکړل او هغه بزرګواره امام په ۱۸۳ هجري قمري کال کښې د ۵۵ کالو په عمر کښې شهید شو.
مونږ ایکنا(د قرآن کریم نړیوال خبري آژانس) د ادارې په استازیتوب د نړۍ ټولو مسلمانانو په تیره بیا د رسول الله مبارک صلی الله علیه و آله د پاکې کورنۍ علیهم السلام مینه والو او د هغه حضرت علیه السلام عزادارانو ته تسلیت او تعزیت وایو.
captcha