IQNA

دیمنیانودبالیسټکي توغندي بربددعربستان پرابها هوايي ډګر

10:39 - March 10, 2021
د خبر لمبر: 3484146
تهران (ایکنا) -د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند بیګا د عربستان د سویل په عسیر ولایت کښې پر ابها نړیوال هوايي ډګر باندې د میزایل حملې خبر ورکړ.

یحیی السریع وویل: د یمن پوځ د ابها په نړیوال هوايي ډګر کښې یو حساس پوځي هدف، په ځايي جوړ بالیسټک توغندي باندې ویشتې دی.

هغه په دې خبرې سره چې دغه توغندې رسا په نښه لګیدلې دی، څرګنده کړه: یمن دا توغندې په دې وروستیو کښې جوړ کړی او تراوسه یې مخ کتنه نه ده شوې.

د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند په دوام کښې ټینګار وکړ چې دغه برید په یمن باندې د تیریو او محاصرې دوام ته د یو روا او طبیعي ځواب په لړ کښې ترسره شوی دی.

د عربستان ابها هوايي ډګر له دې مخکښې هم د یمن د پوځي او ولسي ځواکونو له خوا د توغندوي او ډرون الوتکو د حملو هدف ګرځیدلی دی.

په یمن باندې د سعودي ائتلاف په حملو کښې استعمالیدونکې جنګي الوتکې له دغه هوايي ډګر څخه سونګ او مرسته ترلاسه کوي.

parstoday.com

captcha