IQNA

په نیولي شوي قدس کې د اماراتو د پټ ډیپلماټیک دفتر پرانیستا

13:41 - March 16, 2021
د خبر لمبر: 3484169
تهران (ایکنا) - امارات لیکس په نیولې شوي قدس کې د محتده عربی امارات د پټ ډیپلماټیک دفتر د پرانیستا خبر ورکړ.

ډیپلماټیک سرچینو د خبر په څرګندولو سره ویلې دي چې متحده عربي امارات په نیولې شوې قدس کې یو پټ ډیپلماټیک دفتر پرانستیا کړې ده.
امارات لیکس له یوې ډیپلماټیک سرچینې د خبر پر اساس راپور ورکړ چې دا امارتي مرکزي دفتر قدس ته د فارس خلیج عربي هیوادونو او اماراتو د پلاویو د سفر د همغږۍ لپاره جوړ شوې دی.
امارات لیکس څرګنده کړه: اسرائیلو امارات باندې زور راوړي تر څو په قدس کې د خپل دیپلماټیک دفتر پرانیستا په رسمي توګه ترسره کړي ترڅو دا مقدس ښار د اسرائیلو د پلازمیني په توګه وګڼل شي.
امارات لیکس زیاته کړه: په دې حال کې، ابوظبي د اماراتو د خلکو د تاوتریخوالی له امله له اسرائیلو غوښتنه کړې چې د دفتر د پرانیستا مراسم دې په پټه ترسره شي.
په فلسطین کې د اماراتو سفیر محمد محمود آل خواجه، د خپلې پاسپورټ په وړاندې کولو سره په دې میاشته کې تل آویو ته ځي.
3959952

captcha