روسیې ته د لبنان حزب الله لیږلې غړې عمار الموسوي په مسکو کې په یو خبري ناسته کې وویل چې ځینې لویدیځ هیوادونه د کرونا واکسن تر عنوان لاندې د ناوړه سیاسی ګټو تر لاسه کولو په لټه کې دي.
هغه زیاته کړه: له روسې سره د کورنا د واکسینو په اړه د همکارۍ بهیر پيل شوې دی او ډیر زر به یې پایلې راڅرګندې شي.
الموسوي ټنیګار ورکړ له دې سره چې روسیې په لبنان کې امنیت او آرامښت رامینځته کولو ته زیات اهمیت وښود، زیاته کړه: په دې حساس وخت کې چې لبنان کې بحران رامینځته شوې دي، د خپلو ملګرو په ځانګړې توګه بیا د روسیې مرستې ته زیاته اړتیا لري.
د حزب الله لبنان ته لیږلي غړې څرګنده کړه: مونږ په سوریي کې د امنیت او ثبات او آرامښت رامینځته کولو په اړه د روسیې له نظره سره بشپړه موافقه لرو.
3960221