IQNA

د هندوستان په پنجاب ولایت کې د قرآن کریم د سپکاوي په تور د دوه کسانو محکوم کول

15:21 - March 17, 2021
د خبر لمبر: 3484174
تهران (ایکنا) د هندوستان د پنجاب ولایت په سنګرور ښار کې ځایي عدالت دوه کسان د قرآن کریم د سپکاوي په تور محکوم کړ.

د هند په پنجاب ولایت کې د قرآن کریم د سپکاوي په تور کې نیولې شوې له څلور کسانو دوه کسان مجرم وټاکل.
دوه نور کسان چې یو پکې د عام آدمی پارټي ګوند مشر نارش یداو و له دې تور بری شول او نور دوه کسان د دوه کالو په بند او ۱۱۰۰۰ روپۍ جرمانې باندې محکوم شول.
د ۲۰۱۶ کال د جنوري په ۲۴ نیټه له دې وروستو چې د قرآن کریم پاڼې د مالرکوتلا ښار په سړک وموندلې شوې. پولیس د درې کسانو په خلاف اقدام وکړ.
بیا د ۲۰۱۸ کال د جون په ۲۷ نیټه ویجی کومار چې د قرآن کریم د سپکاوي اعتراف یې وکړ دا کار یې د یداو په وینا ترسره کړ پولیس خپل څیړنې ته دوام ورکړ.
خو د ۲۰۱۸ کال د سپټمبر میاشتې په ۱۳ نیټه له محاکمې غوښتنه وکړه چې د کومار په حساب کې د موجود پیسو او د هغه له RSS گوند سره د اړیکو په اړه څیړنه وکړي. دا ګوند د هندوانو ملتپال ګوند دی چې له هندي ولسمشر سره نږدې تړون لري.
3960384

captcha