IQNA

دحج په دستوروکې دحضور شرط دکرونا وایروس دواکسین دوهم دوز اخیستل

16:46 - March 20, 2021
د خبر لمبر: 3484183
تهران (ایکنا) - دعربستان دروغتیايي وزارت دحج په مناسکوکې دحضورشرط دکروناواکسین دوهم دوزاخیستل اعلان کړ.

ایکناخبري آژانس داسپوټنیک خبري آژانس په قول دجمعې په ورځ (دکب دمیاشتې ۲۹) دعربستان رسنیو د۲۰۲۱ دحج دمناسکود حضورلپاره له نوي شرطونه څخه خبروړکړ.

عاجل وړځپانې دعربستان دروغتیا وزارت په قول ولیکل : هغوحاجیانوچې دحج په مناسکوکې دحضورنیت لري مکلف دي دغه هیوادته دراتګ یوه اونۍ مخکې دکرونا دواکسینودوهم پړاوبایداخیستې وي

دخبري سرچینودراپورپه اساس په حج کې ټولوکارکونکو دخپلو فعالیتونو له پیلیدومخکې مکلف دی چې دکروناد واکسینو دوهم دوزيې بایداخیستلي وي .

اوټولوحاجیانواوکارکونکوباید دحج دمناسکوپه بهیر کې له ماسک څخه استفاده وکړي. حاجیانو عربستان هیواد ته دننوتلولپاره باید ۷۲ساعته مخکې دکروناآزمایښت منفې پايلې ارائه کړي ،دقرنطینې ۷۲ساعته تیرول ، دهستوګنې پرځای دیونیم مټر واټن مراعات کول په ډله ایزه توګه دحاجیانودکاروانونو تګ راتګ دوخت دچوکات په اساس دکاروان له مشرسره یوځای دسږکال دحج دستوروله ضوابطوڅخه دي.

همدارازپه هرډله کې له ۱۰۰نه زیات کسان منع دي اوباید په هرپړاوکې دحج دسیموڅخه دحضوروخت وټاکل شي اود مقرراتو دتنظیم اواسانتیالپاره له ټولوقانوني جوازونوڅخه استفاده وشي.

3960658

captcha