هغه د امریکا د مشرانو جرګې سینا په غونډې کښې په افغانستان کښې د خپلو پوځيانو د پاتې کولو لپاره د واشنګټن د ټينګار په توجیه سره ادعا وکړه د افغانستان پوځيان د هیواد د امنیت د تامینولو په تیره بیا له طالبانو سره د مبارزې لپاره د امریکا د عسکرو مرستې ته اړتیا لري .
د امریکا د پوځ د ځانګړیو عملیاتو قومندان ریچارډ کلارک زیاته کړه هغه وسونه چې امریکا یې په افغانستان کښې د طالبانو او د نورو ګواښونو پرضد د مبارزې لپاره د افغانستان امنیتي ځواکونه ته برابروي د دغو عسکرو د بریالیتوب لپاره مهم دي .
د امریکا د پوځ د چارواکي جنرال ریچارډ کلارک دغه څرګندونې په داسې حال کښې دي چې د افغانستان چارواکي او خلک له تاوتریخوالو سره د مقابلې او طالبانو او القاعدې سره د جنګ لپاره د داخلي ځواکونو په لوړ توان باندې د ټینګار په ترڅ کښې په افغانستان کښې د خارجي عسکرو شتون د دغو تاوتریخوالو اصلي عامل ګڼي .