د سپوږمۍ د اندازې، لور او حرکت په سمه څارنې لباره په اسلام آباد کې د سپوږمۍ څارنې اداره جوړه شوه او فواد چودهری، د پاکستان د علم او ټیکنالوژۍ وزیر به یې په ۱۲ اپریل له ۲۳ وري سره سم رسمی پرانیستا وکړي.
د فواد چودهري د پاکستان د علم او ټیکنالوژۍ وزیر په حکم یو موبایل ایب د رویت (The Ruet) په نوم هم جوړ شوې دی چې په ډیر کم وخت کې له ۷۰۰ زرو زیات کسانو هغه خپلو موبایلونو کې کښته کړې دی او د دغه ایپ له لارې هر کس کولی شي د میاشتې د حرکت، لور او لیدلو وخت معلوم کړي.
فواد چودهري د میاشتې د لیدو له کمیټۍ مشر عبدالخبیر آزاد سره په کتنه کې وویل: غواړو د روژې او وړوکي اختر د میاشتې لیدو په اړه د کار ته له علمي پوهې سره دوام ورکړو.
3962953