IQNA

مصر د قران حفظ لپاره د روژې په مبارکه میاشت کې سیالۍ ترسره کوي

12:48 - April 08, 2021
د خبر لمبر: 3484224
تهران (ایکنا) - د رمضان په میاشته کې د قرآن کریم د مفاهیمو او حفظ سیالۍ ترسره کولو په اړه د مصر د اوقاف وزارت خبر ورکړ.

د مصر اوقاف وزارت په یوه بیانیه کې د قرآن کریم د مفاهیمو او حفظ د سیالۍ د مالي جوایزو په اړه چې د رمضان میاشتې په درشل کې ترسره کېږي خبر ورکړ چې دا سیالۍ جایزې به مصري ۳۰ زره پونډو ته شاملیږي چې د اوقاف د ادارې لخوا به د الف په کچه ګټونکو ته، او ۱۵ زره پونډو د اوقاف د ادارې لخوا د ب په کچه ګټونکو ته او ۳۰۰ زره مصري پونډه د هیواد په کچه ګټونکو ته ډالۍ کېږي.
په دې بیانیه کې ویلې شوې دي چې ټاکلې شوي جایزې به د رتبې پر اساس د اوقاف په هر یو ادارې کې د ګټونکو ترمینځه ورکړل کېږي.
د سیالو د لومړې دورې امتحان به د آپریل په ۱۳ او ۱۴ نیټه ترسره کېږي او پایلې به یې د سیالو د وخت ټاکلو ورستو د د زیارت په ورځ د اپریل په ۱۵ نیټه د قرآن کریم د چارو مرکزي ادارې ته وړاندې کېږي.
د راپور پر اساس د دې سیالو وروستۍ ټاکنه به د اپریل په ۱۸ نیټه د یکشنبې په ورځ پيل کېږي.
3962815

captcha