IQNA

د اتیوپیا په قرآني مرکز کې د رمضان لمانځل

20:51 - April 11, 2021
د خبر لمبر: 3484229
تهران (ایکنا) - د اتیوپیا جنوب په زبی مولا قرآن کریم حفظ په مرکز کې د رمضان میاشتې لمانځلو جشن په دغه مرکز کې د مسلمانانو په شتون کې پیل شو.

دا مراسم د اتیوپیا د په جنوب کې ترټولو لرغونې او لومړۍ اسلامي موسسې تر عنوان زبی مولا اسلامی چارو تخصصی مرکز جوړولو له یو سل او یولسم کال سره سم ترسره شو.
د زبی مولا اسلامي مرکز مشر الشیخ محمد امین شیخ، له العین سره په مرکه کې وویل: دا مرکز خپل کلیزه فعالیتونه د رمضان المبارک د میاشتې لمانځلو لپاره ترسره کوي او خپل بیلابیل تبلیغي پروګرامونه دې میاشتې ته له ۱۵ ورځو مخکې ترسره کوي.
هغه زیاته کړه: له رمضان مخکې دا مرکز، شیوخ او طالبان او علم مینه لرونکي له بیلابیلو سیمو ګډون کونکو او دې میاشتې ته ۵ ورځې پاتې د رمضان خیمه ترسره کوي.
د رمضان په میاشته کې، د اتوپیا په جنوب کې د ولقطی سیمې بزګران د زبی مولا په مرکز کې روژه لرونکو ته د خدماتو په وړاندې کولو کې سیالۍ ترسره کوي او هڅه کوي د افطار، خوړې او پیشمني دسترخوانونو اړتیا برابره کړي.

3963737
captcha