IQNA

اردن د اقصی جومات په خلاف د صهیونیسټ رژیم د یرغل دوام وغنده

23:57 - April 14, 2021
د خبر لمبر: 3484236
تهران (ایکنا) - د اردن د بهرنیو چارو وزارت د الاقصی جومات په خلاف د اسراییلو د نوي یرغل دوام او د نیواکګرو رژیم د پولیسو لخوا د دروازې د قلفونو په لرې کولو او د مسجد اقصی د منارو د لاوډ سپیکرونو د بریښنا د تارونو په پرې کولو اقدام غندلې دی.
د اردن د بهرنیو چارو د وزارت ویاند، «ضیف‌الله الفایز»د اسراییلو د بریدونو او یرغل دوام چې په وروستی قضیه کې د رژیم د پولیسو لخوا د قلف شوې دروازو پرانیستل او د منارو د لاوډ سپیکرونو د بریښنا د تارونو په پرې کولو و په کلکه وغندل.
د اردن د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د اقصی جومات د نیواکګرو رژیم د پولیسو دا اقدام د نه منلو وړ وبللو او وې ویل چې دا ډول کړنې د مسجد الاقصی جومات سپکاوی او د مسلمانانو احساساتو راپارول دي.
«ضیف‌الله الفایز»د اسراییلو پر چارواکو غږ وکړ چې د نړیوال قانون سره سم په ختیځ بیت المقدس کې د خپلو کړو ژمنو پابندي وکړي او له دغه ډول راپارونکي اقداماتو ډډه وکړي، او د اقصی جومات درناوی وکړي او د اقصی اوسنۍ وضعیت او د قدس د اوقاف او د اردن د اوقاف وزارت پورې اړه لرونکي د الاقصی جومات د چارو اوقاف ته احترام دی.
د اردن د بهرنیو چارو د وزارت ټینګار وکړ چې له دې وروستو د اردن او صهیونیسټي ترمینځه د سولې د معاهدې پر اساس، مسجد الاقصی به له ۱۹۹۴کال د اسلامي قدس اوقاف د ادارې تر څارنې دا ځای د مسلمانانو د عبادت لپاره دی.
د بله پلوه ، د فلسطین د اطلاعاتو مرکز خبر ورکړ چې اشغالګرو ځواکونو تیره شپه باب العامود ته څېرمه په  مسجد الاقصی کې د تراویح لمونځ له ادا کولو وروسته په فلسطیني عبادت کوونکو برید وکړ.
صهیونیسټ نیواکګرو هم د باب ال اسباط سره نزدې روژه نیونکو ته د افطار ژمنې ویشلو اجازه ورنکړه.
د قدس اسلامي اوقاف ادارې د صهیونیسټ نیواکګرو دغه اقدامات په کلکه غندي او هغه یې خطرناک بللي.
د روژې د مبارکې میاشتې په لومړۍ ورځ ، په یوه بل جرم کې، صهیونیسټانو د مسجد الاقصی د منارو د لاوډ سپیکرونو د بریښنا د تارونو په پرې کړ او اجازه یې ورنکړه چې د لمونځ لپراه اذان  او د قرآن کریم غږ په دې جومات کې و نه ریدلې شي. 
3964658
captcha