IQNA

د بحرین په زندان کې لږ تر لږه ۱۰۰ بندیان په کورونا ویروس ککړ شوې دي

13:06 - April 15, 2021
د خبر لمبر: 3484239
تهران (ایکنا)- د بحرین جمعیت الوفاق په یوې بیانیه کې خبر ورکړ چې په وروستیو څو ورځو کې په دغه هیواد کې د خلکو لخوا د سیاسي بندیانو د ازادۍ لپاره تر ۳۷۹ لاریونونه ترسره شول.

د اسلامي ملي جمعیت الوفاق په بیانیه کې راغلي: د بحرین په ټولو سیمو کې دا لاریونونه او له اعتراض ډک فعالیتونه ترسره شول.
الوفاق زیاته کړه: له وروستیو خبرونو پر اساس چې په ډیرې سختۍ سره مو ترلاسه کړې دي، لږ تر لږ ۱۰۰ سیاسي بندیان د بحرین په بندونو کې په کورونا ویروس ککړ شوې دي چې دا شمیر په زیاتیدو دی او د نورو بندیانو شرایط هم په ابهام کې دی.
الوفاق څرګنده کړه: تیره اونۍ د بحرین یو بل بندي چې عباس مال الله نوم لري شهید شو چې د شهادت علت یې په غیر انساني حالاتو کې د هغه بندي کول و.
د بحرین په زندانونو کې غیر روغتیایي او غیر انساني شرایط، او همدارنګه په بندیانو کې د کورونا ویروس د خپریدو سره په زندانونو کې د ناخوالیو دوامداره بد چلند او شکنجې د دغه بندیانو د کورنیو ترمنځ د زیاتیدونکي اندیښنې لامل شوی، چې هره ورځ په منظم ډول د بحرین په بیلابیلو لاریونونو کې سړکونو ته را وځي.
3964647

captcha