د مسجد الحرام د پاکولو او مفروشات څانګې، چې د مسجد الحرام او مسجد النبي (ص) له عمومي ادارې سره وابسته ده، د روژې په دوهمه ورځ د دغه جومات د انګړ د مینځلو کار په ممکنه وخت او لنډه موده کې بشپړ کړ.
د چارواکو په وینا، د دې انګړ د مینځلو او پاکتیا عملیات، په بې سارې کم وخت پنځه دقیقو کې ترسره شو او ریکارډ یې جوړ کړ.
د مسجد الحرام د پاکولو او مفروشات ادارې مشر جابر ودعاني، وویل: د پاکتیا او مینځلو په دې عملیاتو کې ۲۹۱ ټن چټلي را ټولې شوې.
هغه زیاته کړه: څلور زره کار کونکو د پاکتیا په دې کار کې ګډون وکړ او له دې پرته په دې عملیاتو کې له ۱۵۰۰ پانډې کار واخیستلې شو.