حسن علی کاسي چې ۲۱ کلن دی، د نړۍ د قاریانو په انټرنیټي سیالو کې چې په دې وروستیو کې ترسره شوې ګډون وکړ او د ښکلې تلاوت او غږ له کبله د نړۍ قاري په توګه وټاکل شو.
دا سیالۍ له ۲۵ هیوادونو قاریانو په شتون سره ترسره شو او د نړۍ له قاریانو ترمینځه سختې سیالۍ به کې ترسره شوې.
حسن علی کاسي وایي: قاري باید په تجوید مسلط وي او تر ۵۰ ثانیې وکړې شي چې په یو سا کې بې له وقفې تلاوت وکړي.
هغه ټینګار وکړ: له تجوید سره مینه لرونکي باید دا فن په ښه ډول ترلاسه کړي او په ښه ډول په عربي ژبه تکلم وکړي؛ په داسې حال کې چې دا مسئله پاکستانیانو ته ډېر سخت دې، ځکه چې په اردو ژبه خبرې کوي او له عربي ژبې سره ډېر اشنا نه دي.
حسن علی کانسی د پاکستان په پلازمینې اسلام آباد کې په یوې پوهنتون کې د اسلامی مطالعاتو محصل دی او په خپل کار کې د پرمختګ لپاره تل د تلاوت تمرین ترسره کوي.