IQNA

د الازهر کتابتون د عثماني قرآن نسخه ترلاسه کړه

23:05 - April 20, 2021
د خبر لمبر: 3484246
تهران (ایکنا) - د مصر د الازهر پوهنتون مشر احمد الطیب له خلفای راشیدین عثمان ته منسوب قرآنی نسخه د دې هیواد په القرنه سیمه کې د الازهر کتابتون ته ډالې کړه.

د مصر د الازهر پوهنتون مشر احمد الطیب، عثمان ته منسوب قرآنی نسخه چې په اسلام کې لومړۍ قرآني نسخه ګڼل کېږي د الاقصر په القرنه سیمې کې الازهر کتابتون ته ډالې کړه.
دا نسخه په اسلام کې د اصلي نسخې په توګه له عثمان بن عفان سره منسوب ده چې په توپقاپي شهرت لري. دا لرغونې مصحف په کوفي خط لیکلې شوې دې چې ۴۰۸ پاڼې د ۳۰ په ۴۰ سینټي میټر اندازې سره لري او هره یوه پاڼه یې ۱۸ کرلې لري.
د الازهر کتابتون په غرب الاقصر کې یو تر تولو مهم مرکز دی چې د بشري میراث د په حفظ کې له ۱۷ زرو زیات کتابونه په شتون سره یی پرانیستا شوې وه او تراوسه د مصري استادانو په همت سره په زرګونو نور کتابونه په دې کې زیات شوې دي.
3965779

captcha