د اروپا د اتحادیي د امنیتي چارو او بهرانیو سیاستونو غړي جوزپ بورل، په بوکسل کې د فلسطین د بهرنیو چارو وزیر ریاض المالکي سره په کتنه کې په فلسطین کې د انتخاباتو ترسره کولو ټینګار وکړ.
بورل په دې کته کې وویل: د اروپا اتحادیه چمتو ده چې هر څومره چې وس یې کېږي له دغه انتخاباتو به ملاتړ وکړي.
هغه زیاته کړه: د فلسطین دموکراټیک سازمانونه، قانون او بشري حقوق ته چې په فلسطین کې د دوه حکومتونو د مسئلې د حل لپاره ضروري دي، په درنه سترګه ګوري.
تیره پنجشنبه ، په فلسطین کې د اروپايي اتحادیې استازي بورګسډورف وویل چې د بیت المقدس په شمول په نیول شوې فلسطیني خاوره کې د انتخاباتو ترسره کیدل د ټولو فلسطینیانو حق دی. د همدې لپاره ، د دې ټاکنو په مخ کې باید خنډونه لرې شي.
صهیونیسټ رژیم په نیول شوي بیت المقدس کې د ټاکنو ترسره کیدو په اړه د فلسطین له غوښتنې سره مخالفت کړۍ او پریکړه یي کړې چې په بیت المقدس کې به دې ټاکنو ته اجازه ورنکړي.
3965918