IQNA

هندي عالم او محقق مړ شو

11:43 - April 23, 2021
د خبر لمبر: 3484254
تهران (ایکنا) – د هندوستان مشهور مسلمان عالم او محقق په ۹۶ کلن عمر کې وفات شو.
په هندوستان کې د سولې په ډګر کې مشهور فعال او اسلامی مشهور محقق مولانا وحید الدین خان په کرونا ویروس باندې له ککړیدو وروستو د دهلي په روغتون کې له څوورځې بستری کیدو وروسته مړ شو.
وحید الدین خان په ۱۹۲۵ کال کې د هند، د اوتار پردیش ولایت په آزمګر سیمه کې زیږیدلۍ و. هغه له خپل دینی تحصیلاتو پای ته رسولو وروستو په کال ۱۹۷۶ کې په اردو ژبه کې د «رساله» په نوم یوه مجله خپره کړه. د دې مجلې انګلیسي نسخه د کال ۱۹۸۴ په فرورۍ میاشته کې او د هندي ژبې نسخه یې د کال ۱۹۹۰ په دسمبر میاشته کې چاپ شو. هغه د قرآن کریم د تفسیر او په بیلابیلو موضوعاتو لکه: په اسلام کې د ښځو حقوق، طلاق، جهاد، ترهګري او د کورنو چارو په هکله لیکنو له امله مشهور شوې و.
مولانا وحید الدین خان د خپلو فعالیتونو له امله ډیر زیات جایزې تر لاسه کړې وې چې په هغې کې دمیورګوس د سولې نړیواله جایزه، د پادما بوشن درېو درجو نښه، او د پادما بوشن د دویمې درجې نښه په ۲۰۲۱ کال ترلاسه کړې وه ته شاملیږي.
3966444
captcha