د امام حسین علیه السلام د مقدس حرم ته اړوند د امام حسین علیه السلام د ډیجیټل رسنیو بنسټ خبر ورکړ، سږ کال د امام حسین علیه السلام د زیارت لیوال د کورنا ویروس د وبا له کبله کربلا ته د سفر امکان نه لري، دوي کولۍ شي چې د امام حسین علیه السلام د زیارت د ویبپاڼې له لارې د امام حسین علیه السلام د حرم له منجورانو غوښتنه وکړي چې د لومړۍ قدر په شپې د دوي نایب الزیاره وي.
د دې بنسټ مشر ولاء الصفار وویل هغه کسان چې غواړې نیابتي زیارت یې ترسره شي د امام حسین علیه السلام د حرم په سایټ کې دي نوم لیکنه وکړي، د زیارت مراسم به د هغه په نیابت کې ترسره شي.
هغه زیاته کړه: سږ کال د کرونا ویروس د وبا له کبله. د اهل بیت علیه السلام په میلیونونو عاشقان او مینه وال چې غوښتل یې د امام حسین علیه السلام په حرم کې د قدر شپې تیرې کړي او زیارت، لمونځونه او عبادتونه په دې سپېڅلې ځای کې ترسره کړي له راتللو پاتې دي ځکه چې د قدر په شپه د امام حسین علیه السلام د زیارت د ثواب په هکله ډیر زیات روایتونه له اهل بیت علیهم السلام نقل شوې دي.
الصفار وویل: چې د امام حسین علیه السلام د حرم د سایټ ادارې د یو پروګرام له لارې د دغه کسانو لخوا د نیابتي زیارت او دعا لپاره په دغه سایټ کې نوم لیکنې پیل کړې دي.
3968192