د محلي خبرونو پر اساس، به تیره یوه اونۍ کې په نایجریا کې په وسله والو بریدونو کې ۹۷ تنه مړه او ۵۸ تنه ژوبل شوې دي.
له تیرې دوشنبې تر پرون د ۹۷ تنو له مړینې پرته، د دې هیواد یو شمیر زیات خلک د ډله یزو بریدونو له امله ژوبل شوې هم دي.
د نیجر ولایت والي ابوبکر بلو، له دې مخکې ویلې وو چې د بوکوحرام ترهګرې ډلې د دې ولایت په شمال کې د کاوری کلي په برید کې تقریبا درې زره خلک بې کوره شوې و.
بوکو حرام له ۲۰۰۹ کال د نایجیریا پوځ او حکومت په خلاف وسله وال بریدونه رامینځته کړې دي چې له ۲۰ زرو زیات خلک یې وژلې دي او د میلیونو کسانو د بې کوره کولو لامل شوې دي.
بوکوحرام خپل فعالیتونه ګاوندي هیوادونو نیجر، چاد او کامرون ته هم خپور کړې دي او په ۲۰۱۵ کال کې له داعش ترهګرې ډلې سره د بعیت خبر ورکړې و.
3968946