IQNA

د قدس له نړیوالي ورځې او د فلسطینی ولس سره د پاکستانیانو د ژمنتیا اعلان

23:44 - May 04, 2021
د خبر لمبر: 3484278
تهران (ایکنا) - پاکستاني مخور شخصیتونو له صهونیستي رژیم څخه د برائت په سیمنار کې د اسرائیلو په وړاندې د فلسطین له ولس څخه په ملاتړ او د قدس د نړیوالي ورځې په لمانځنې باندې ټینګار وکړل.
 پاکستاني سیاستوالو، مذهبی مشرانو او مدني فعالینو  په دغه سیمنار  کې چي له اسرائیلو سره د اړیکو رغول د اسلامي امت سره د خیانت تر عنوان لاندې تر سره شو ګډون وکړ.
هغوي په دغه سیمنار کې له عربي چارواکو څخه چي د اسلامي امت او فلسطین سره په جفا کولو له اسرائیلو سره اړیکې ټینګې کړي د برائت په اعلانولو سره د قدس تر ازادۍ پوري د فلسطیني ولس په ملاتړ تینګار وکړل.
د مسلم لیګ د نواز د څانګې غړی صدیق الفاروق په قدس شریف کې د صهیونیستي رژیم وروستي جنایتونه وغندل او ویې ویل: د فلسطیني ولس څخه د دفاع لپاره باید مسلمانان یو موټی شي، زموږ د ټولو ګډ دښمن له دې کار څخه سخت وېره لري.
هغه د روژې د مبارکي میاشتي وروستۍ جمعه د قدس د نړیوالي ورځې په توګه په نړۍ کې د فلسطین دمسالې د مطرحولو لپاره مهم وباله او زیاته کړه: موږ د امام خمینی ره درناوی کوو چي د هغوی د تاریخي حکم د امله اوس د فلسطین مساله ژوندۍ پاته شوې ده.
په اسلام آباد کې د البصیرې د څېړنیز مرکز غړی ثاقب اکبر وویل: د قدس د ورځې په توګه د رمضان د مبارکي میاشتي د اخري جمعې د لمانځلو لپاره  د اسلامي انقلاب د لوی بنسټګر امر په حقیقت کې د مسلمانانو لپاره یو تل پاته کېدونکې هیله رامینځ ته کړه چي د هغې ورځې را په دېخوا د نړۍ په ګوټ ګوټ کې مسلمانان له قدس شریف او له فلسطین سره د یووالی ږغ پورته کوي.
د پاکستان د وحدت مسلمین د ګونډ د باندنیو چارو مشر ناصر شیرازي وویل: صهیونیستانو سره د اړیکو له رغولو هدف په ختیځه اسیا کې د اسرائیلو غټېدا ده، خو د سیمي بېداره ولسونه او د مقاومت ځواکونه د خیانت کوونکو حاکمانو او د اسرائیلو د رژیم په وړاندې نه ماتېدونکی خنډ دی.
هغه ټینګار وکړ چي د فلسطین څخه په ملاتړ کې  موږ تل په اسلامي هیوادونو کې په ځانګړې توګه په ایران او پاکستان کې د خلګو له پرتمیني مظاهرو کتونکي یو.
په پاکستان کې له فلسطین څخه د ملاتړي ادارې ویاند علی چودری هم په دغه سیمنار کې وویل: د پاکستان په نظام او سیاست کې له صهونیستي دښمن سره د روغه او جوړه نه ځاییږي، پاکستان به هیڅکله دغه جعلي رژیم په رسمیت و نه پېژني.
هغه زیاته کړه: په لوېدیځه اسیا کې د عربي چارواکو خیانت به پر پاکستان هیڅ اغېزه و نه کړي او موږ د یو مسلمان او ایټمي هیواد په توګه د فلسطین څخه په ملاتړ باندې ویاړ کوو.
د پاکستان د ملي همپالنې شورا چي له ۳۵ سیاسي ګوندونو څخه جوړه شوې هم د یوې بیانیي په صادرولو سره د پاکستان له خلګو غوښتنه کړې چي د صهیونیستي رژیم د دسیسو په وړاندې د فلسطیني ولس څخه د ملاتړ لپاره د قدس نړیواله ورځ په پرتمینه توګه ولمانځي.
captcha