د افغانستان ولس سږکال هم د نړۍ د نورو مسلمانانو سره په یووخت دقدس دنړیوالې ورځې دلمانځلو لپاره د فلسطینیو مسلمانانو په وژلو کې د وحشي صهیونیسټي رژيم دتیریو په محکومولو اوله غاصبو نیواکګرو څخه دخپلې کرکې او غوسې نندارې ته د وړاندې کولو لپاره ځانونه تیار وي .
راپور ښئ په کابل ښار مختلفو سیمو کې ، قدس داسلامی نړۍ دوحدت سمبول ، دقدس آزادول ، د هر مسلمان اسلامی آرمان دی ، قدس هماغه شان پخپل صلابت او هویَت سره باقي پاتې دی ،دقدس نړیواله ورځ له افغانستانه دبهرنیو عسکرو له وتلو سره یووخت شوی او د قدس دفاع د هر مسلمان یوه فریضه ده ،په څير ستر تابلوګانې لګول شوي دي .
دبیلابیلو ډلو ټپلو او غورځنګونو مشرانو په دې اړه ځيني سیمنارونه او غونډې جوړې کړي او وئیلي ئې دي ،هغه ترهه ګرې ډلې او د هغوي ملاتړي چې په فلسطین کې دعامو او بې ګناه خلکو وینه تویوي ، همدوي دي چې په افغانستان کې هم جنایتونه کوي او دغې موضوع د افغانستان او فلسطین مظلوم ملتونه له یوه بل سره نزدې کړي دي .
داپه داسې حال کې دي چې د قدس دنړیوالې ورځې په درشل کې د افغانستان په پلازمینې کابل کې ؛ قدس تجلي شعائر ا..... په نامې سره د کتاب لوستنې سیالي شوي چې ډيرو محصیلینو اوزده کونکو پکې برخه اخستې ده .
راپور ښئ دغه سیالي دنیواکګرو په وړاندې د اسلامی نړۍ د وحدت او دمقاومت د بهیر دپیاوړتیا او د امریکا او صهیونزم په دسیسو د افغان ځوانانو پوهیدا او ورسره بلدتیا لپاره په کابل کې د قدس شریف دملاتړو له خوا ترسره شوي ده .