IQNA

د قدس نړیوالې ورځې په مناسبت د انقلاب د ستر رهبر تلویزیوني وینا:

د غصب کونکي رژیم پروړاندې مشروع مبارزې ته دوام ورکړئ تر څو ریفرنډم ومني

15:36 - May 07, 2021
د خبر لمبر: 3484284
آیت الله خامنه ای د قدس د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپله ټلیویزیوني وینا کې د دغه هیواد د سیاسي نظام د ټاکلو لپاره د ټولو فلسطینیانو د منطقي غوښتنې پر عملي کیدو ټینګار وکړ، فلسطیني مجاهدین یې وستایل او زیاته یې کړه: د غصب کونکي رژیم پروړاندې مشروع مبارزې ته ترهغې پورې دوام ورکړئ تر څو دغه نیواکګر ریفرنډم ومني.

د ایران د اسلامی انقلاب معظم لارښور آیت الله خامنه ای نن د رمضان المبارک د وروستۍ جمعی په ورځ چې د قدس نړیواله ورځ په توګه لمانځلې کېږي د نړۍ مسلمانانو او ایرانی ملت ته خطاب وکړ. د ښاغلي د وینا متن په دې ډول دۍ:
بسم‌اللّه‌الرّحمن‌الرّحیم
الحمد للّه ربّ‌ ‌العالمین و الصّلاة‌ و السّلام علی سیّدنا محمّد خاتم ‌النّبیّین و اشرف الخلق اجمعین و علی آله الطّیّبین الطّاهرین‌ و صحبه المنتجبین و من تبعهم باحسان الی یوم الدّین.
// فلسطین د اسلامي امت تر ټولو مهمه او ژوندۍ مساله
د فلسطین مساله هماغه راز د اسلامي امت تر ټولو مهمه او ژوندۍ ګډه مساله ده. د ظالم او سخت زړي پانګوونکي نظام سیاستونو، یو ولس له خپل کور،  له خپل وطن او پلرنۍ او نیکنۍ خاورې شړلے او پکښې یې یو ترهه ګر  رژیم او پردي خلک کښېنولي دي.
// د صهیونسټ رژیم د جوړولو منطق
د صهیونسټ رژیم د جوړولو تر منطقه زیات سست، بې بنسټه او ډډ  منطق بل کوم کېدې شي؟ اروپایانو لکه چې په خپله ادعا کوي، د دوهم نړیوال جنګ په کلونو کې په یهودیانو ظلم کړے دے. نو باید په لویدیځه اسیا کې د یو ولس په کډوالولو او مهاجر کولو او په هغه هېواد کې د بوږنوونکو وژلو په رامینځته کولو سره د یهودیانو انتقام واخلي...!
دا هغه منطق دے چې لویدیځو دولتونو په خپل بې درېغه او  لیونډوله ملاتړ سره پر هغه تکیه کړې او په دې ډول یې د بشري حقوقو او ولسواکۍ په اړه له خپلو ټولو دروغجنو ادعاګانو سرغړونه کړې ده. او دا خندوونکې او ژړوونکې قیصه، تر اویا کاله زیات کیږي چې روانه ده او یوه یوه موده پس پرې یوه بله پاڼه ورزیاتیږي.
/// له صهیونسټ رژیم سره مبارزه د ټولو دنده ده
صهیونسټانو غصب کړے شوے فلسطین له هماغه لومړۍ ورځې د ترهه ګرۍ په یوې اډې بدل کړے دے. اسرائیل یو هیواد نه بلکې د فلسطین ولس او نورو مسلمانو ولسونو په خلاف د ترهه ګرۍ یوه چاوڼۍ ده. له دغه ظالم رژیم سره مبارزه له ظلم او ترهه ګرۍ سره مبارزه ده؛ او دا د ټولو دنده ده.
///  په اسلامي امت کې کمزورۍ او تفرقې د فلسطین د غصب زمینه برابره کړه.
یو د پام وړ ټکے دا دے چې  که څه هم  غاصب دولت په  ۱۹۴۸ کې جوړ شو خو د اسلامي امت په دغه حساسې سیمې د خېټې اچولو تیارۍ له ډېر پخوا کلونو پېل شوې وې.  دغه کلونه، د سیکولرزم او ړوند نیشنلزم د واکمنولو لپاره په اسلامي هیوادونو کې د لویدیځ له فعالې لاسوهنې او د مستبدو، او قدرت ته د داسې دولتونو له رسولو سره هم مهاله وې چې په لویدیځ  میئن او لاسپوڅي وو.
 په هغو کلونو کې  په ایران، ترکیې او د لویدیځې اسیا له عربي هیوادونو نیولې د افریقا تر شماله پورې هیوادونو کښې پېښې دا تریخ حقیقت ښکاره کوي چې  په اسلامي امت کې تفرقه او کمزوري د فلسطین د غصب د غمیزې سبب شوه او دغه ګوزار د نړیوال استکبار لخوا په اسلامي امت وشو.
/// د فلسطین د غصبولو په مساله کې له صهیونسټو پانګه والو سره د لویدیځ او ختیځ د کمیپ ملګرتیا
دا د عبرت ټکی دے چې په هغه وخت کې د سرمايه دارۍ او کمیونزم دواړه کیمپونه له صهیونسټو قارونونو سره یو لاسي شول؛ انګلستان د دسيسې او سازباز اصل برابر او تعقیب کړ،  صهیونسټو سرمایه دارو یې په پېسې او وسلې سره پلي کول په غاړه واخستل، او شوروي لومړی دولت و چې د نامشروع دولت جوړېدل یې په رسمیت وپېژندل او جوپه جوپه یهودیان یې هلته ولېږل.
په هغه وخت کې د اسلامي نړۍ د کمزورۍ نتیجه له یوې خوا دغه غاصب رژیم او له بلې خو د اروپایانو تېرے او دسيسه وه.
/// په اوسنۍ نړۍ کې د اسلامي نړۍ په ګټه د قواوو د انډول بدلون
  نن سبا نو د  اسلامي نړۍ حالت، د هغې ورځې په شان نه دے؛ مونږ باید همېشه دا حقیقت په نظر کې ولرو. نن د طاقت تله د اسلامي نړۍ په ګټه درنه شوې ده.  په اروپا او امریکا کې ډول ډول سیاسي ټولنیزو پېښو، د نړیوالو په وړاندې د لویدیځو د اخلاقي او مدیریتي او جوړښتونو او سسټمونو ګډودۍ او کمزورۍ په ډاګه کړې.  په امریکا کې د انتخاباتو پېښې، او دهغوي د ډېرو کبرجنو او ادعا لرونکو مدیرانو سخت شرموونکي امتحان، او په امریکا  او اروپا کې  له پراخې کرونا سره د یو کال ناکامې مقابلې  او د هغې رسوا کوونکې پېښې او په ډېرو مهمو اروپایی هیوادونو کې وروستي سیاسي ټولنیز ګډوډي، ټول د لویدیځ په کېمپ کې د غورځېدو او مخ په زوال تګ نښې دي.
 له بل پلوه، په ډېرو حساسو اسلامي سیمو کې د مقاومت د ځواکونو وده،د هغوي د دفاعي او یرغلیزو وسونو ترقي، په مسلمانو ولسونو کې د هیلې، محرک او ځان پېژندلو د احساس زیاتوالی، اسلامي او قراني شعارونو د ګروهنې زیاتښت، علمي وده،  په ولسونو کې په ځان د تکیې او خپلواکي غوښتلو زیاتیدل،  هغه مبارکې نښې دي چې د یو ښه راتلونکي زېری ورکوي.
/// د فلسطین او بېت المقدس په چورلیز د مسلمانو هیوادونو د ګډو هڅو او سینرجۍ ضرورت.
 په مبارک راتلونکي کې باید د مسلمانو هیوادونو ګډې هڅې او سینرجي  یو لوی او اساسي هدف وي، او دا تر لاسرسۍ زیات لرې نه ښکاري. د دغه ګډو هڅو چورلیز، د ټول هېواد په معنا  د فلسطین  قضیه او  قدس شریف برخلیک دے. دا هماغه حقیقت دے چې  د ستر امام خمیني (علیه الرحمه) نوراني زړۀ، د روژې  په وروستۍ جمعه کې د قدس د نړیوالې ورځې اعلان ته  هدایت کړ.
 د قدس شریف په چورلیز د مسلمانانو ګډې هڅې، د صهیونسټ دښمن او د هغۀ د امریکایي او اروپایی ملاتړو لپاره  یو وېروونکی خوب دے. د «پېړۍ د معاملې» ناکام پلان او بیا  له غاصب رژیم سره د څو کمزورو عربو هیوادونو د اړیکو او تعلقاتو د رغولو کوششونه، له دغه خوبه د تېښتیدو لپاره ناکامې هڅې دي.
 زه په کلکه وایم: دغه هڅې به هیڅ نتیجه ورنه کړي؛ د صهیونسټ دښمن  مخ په ځوړ او زوال حرکت پېل شوے او وبه نه دریږي.
///د راتلونکي برخلیک ټاکونکي عوامل:  په نیواکي ځمکو کې د مقاومت دوام او له فلسطیني مجاهدانو د مسلمانانو نړیوال ملاتړ.
دوه  لوی عامله  د راتلونکي ټاکونکي دي؛ لومړی او تر ټولو مهم یې  د فلسطین په ځمکو کې دننه د مقاومت دوام او د جهاد او شهادت د کرښې پیاوړي کول،  او دوهم،  له فلسطیني مجاهدینو د درستې نړۍ د مسلمانو ولسونو او دولتونو نړیوال ملاتړ.
ټول، چارواکي، روڼ اندي، دیني عالمان، ډلې او ګوندونه، غېرتمن ځوانان او نورې پرګنې باید  په دغه یوهیړي حرکت کې خپل ځاے پېدا او خپل رول ولوبوي. دا   هغه څيز دے چې  د دښمنانو چلولونه شنډوي او د دغه الهي وعدې لپاره اَم يُ‍ريدونَ كَيدًا فَالَّذينَ كَـفَروا هُمُ ال‍مَكيدون،[1]  یو اخرالزماني مصداق  جوړوي. وَ اللهُ غالِبٌـ عَليًّ اَمرِه؛ وَلـّْكِنَّ اَكـثَرَ  النّاسِ لا يَعـلَمونَـ.[2]
(عربي برخه)
غواړم چې له عربو ځوانانو سره خپله دهغوي په ژپه خبرې وکړم
بسم‌اﷲالرّحمن‌الرّحیم
سلام دې وي په ټولو عربو پتياليو او ننګياليو، په تېره بيا په ځوانانو، باندې او سلام دې وي د فلسطين او قدس شريف په مقاومو خلقو او په مسجدالاقصی کښې په مُرابطونو باندې، سلام دې وي د مقاومت په شهيدانواو هغو ګڼ شمېر مجاهدينو باندې چې په دې لار کښې يې ځانونه قرباني کړي دي؛ په تېره بيا په شهيد شېخ احمد ياسين ، شهيد سيد عباس موسوي، شهيد فتحي شقاقي، شهيد عماد مغنيه، شهيد عبدالعزيز رنتيسي، شهيد ابومهدي المهندس او بالاخره د مقاومت د شهيدانو نامتو څېره شهيد قاسم سلېماني باندې چې هر يو له ګټور او برکت نه ډک ژونده وروسته په خپل شهادت سره هم د مقاومت په چاپېريال کښې يو لړ مهم اثرات په ځاے پرېښودل.
د فلسطينيانو مجاهدت او د مقاومت د شهيدانو پاکې وينې کړې شوي دي دغه مبارک بېرغ رپېدلې وساتي او د فلسطيني جهاد کورنے قوت سلګونه برابر کړي؛ فلسطيني ځوانانو به يوه ورځ په کاڼو تيګو سره له ځانه دفاع کوله او نن په نښه ويشتونکو توغنديو سره دښمن ته ځواب ورکوي.
فلسطين او قدس شريف په قرآن مجيد کښې «مقدسه زمکه» نومولې شوې ده؛ لسګونه کاله اوشول چې دغه پاکه زمکه ډېرو ناپاکو او خبيثو خلقو په قبضه کړې ده؛ هغه شېطانان چې شريف انسانان په خاورو او وينو کښې لوغړوي او بيا په ډېرې ګستاخۍ او سپين سترګيتوب سره ورباندې اعتراف کوي؛ هغه نسل پرسته کسان چې له څه باندې اويا کلونو راهسې يې د زمکې خاوندان په قتل عام، لوټمارۍ، قېد و بند او شکنجو سره په عذاب اخته کړي دي، خو د خداے پاک ډېر شکر دے چې نه يې دي کړې شوي د هغوي په ارادې تسلط پېدا کړي.
فلسطين ژوندے دے او جهاد ته دوام ورکوي او د خداے پاک په مرستې سره به بالاخره وکړې شي په خبيث دښمن باندې بريالے شي. قدس شريف او ټول فلسطین د دغه ځاے له خلقو سره تعلق ساتي او ان شاء الله هغوي ته به ستون شي، او دا (کار) خداے پاک ته څه ګرانه چاره نه ده.
د فلسطين په قضيه کښې ټول مسلمان حکومتونه او ملتونه دنده او ذمه واري لري، خو د مجاهدت محور خپله فلسطينيان دي چې نن د دغه ټاټوبي په دننه او بهر کښې تقريباً څلور میلينه کسان دي. د دغو ټولو يووالے او يوه اراده به وکړې شي يو ډېر ستر کار ترسره کړي. نن وحدت او يووالے د فلسطينيانو ترټولو لويه وسله ده.
د فلسطيني وحدت دښمنان،صهيونېسټ رژيم، امريکه او ځينې نور سياسي قوتونه دي، خو که خپله د فلسطیني ټولنې په دننه کښې وحدت ماتونه ونه شي ‎، بهرني دښمنان به څه ونه کړې شي. د دغه وحدت او يووالي محور پکار دے کورنے جهاد او په دښمنانو اعتماد نه کول وي. د فلسطينيانو اصلي دښمنان يعني خبيث صهيونېسټان، امريکه او برطانيه پکار نه دے د فلسطيني سياستونو د تکيه ځاے وګرځولے شي.
فلسطينيان که په غزه کښې دي، که قدس شريف کښې دي که په لويديځه غاړه او يا د ۱۹۴۸ کال په زمکو کښې او يا حتی هغه چې په کېمپونو کښې دي ټول يوه پرګنه تشکيلوي او پکار دے په خپلو کښې سره د يووالي پاليسي غوره کړي؛ هره برخه پکار دے د بلې برخې دفاع وکړي او ورباندې د دباو په وخت پکار دے په اختيار کښې له لرونکو وسائلو استفاده وکړي.
کاميابۍ ته هيله او اميد له بل هر وخت نه زيات شوے دے؛ د قوت او طاقت انډول ډېر زيات د فلسطینیانو په ګټه بدل شوے دے؛ صهيونېسټ رژيم کال په کال کمزورے شوے او کيږي؛ او فوځ يې چې ځان يې هغه فوځ معرفي کوۀ چې هيڅکله ماتې نه خوري نن په لبنان کښې د درې دېرش ورځني جنګ له تجربې او په غزه کښې د دويشت ورځني او اته ورځني جنګونو له تجربې وروسته په يو داسې فوځ چې د کاميابۍ مخ به ونه ويني بدل شوے دے. سياسي حالت يې چې مجبور شوي دي په کال کښې څلور انتخابات ترسره کړي، امنيتي حالت يې چې په پرله پسې توګه له ماتې سره مخامخ کيږي او اپوټه مهاجرت ته د يهوديانو ګروهنه، د دغه زياتې ادعاګانې کونکي رژيم د رسوائۍ اسباب ګرځېدلي دي. له څو عربو هېوادونو سره د تعلقاتو د ټينګولو لپاره دامريکې په مرستې سره پرله پسې هلې ځلې د دغه رژيم د کمزورۍ يوه بله نښه ده، او البته دا کار به هم ورسره څه مرسته ونه کړې شي. له دې نه لسګونه کاله مخکښې يې له مصر سره تعلق جوړ کړ خو له هغه وخت نه تر ننه پورې صهيونېسټ رژيم لا زيات زيانمن او لا زيات کمزورے شوے دے؛ نو په دې حال سره آيا له څو کمزورو او سپکو هېوادونو سره تعلق به ورسره څه مرسته وکړې شي؟  البته دغه هېوادونه به هم له دغو تعلقاتو څخه څه ګټه وانه خېستې شي، صهيونېسټ دښمن به د دوي په مال يا خاوره کښې تصرف وکړي او په دوي کښې به فساد او ناامني لا زياته کړي.
البته دا حقائق پکار نه دے د دغه حرکت په وړاندې د نورو دنده هېره کړي؛ مسلمان او مسيحي عالمان پکار دے له دغه رژيم سره تعلقات ټينګول حرام اعلان کړي او روشنفکره او پتيالي کسان د دغه خيانت چې د فلسطين په شا باندې د خنجر ګوزار دے نتيجې ټولو ته بيان کړي.
د صهيونېسټ رژيم د زوال لرونکي بهير په مقابل کښې د مقاومت د محاذ د توانمنيو زياتوالے د يو ځلانده راتلونکي زېرے دے: لکه د دفاعي او فوځي قوت زياتېدل، د موثره وسلو په جوړولو کښې خودکفائي، د مجاهدينو په خپل ځان اعتماد، د ځوانانو مخ په زياتېدو اګاهي، ټول فلسطين او له فلسطينه بهر ته د مقاومت د لمنې ارتېدل، له مسجدالاقصی څخه په دفاع کښې د ځوانانو وروستے پاڅون او د نړۍ د زياترو سيمو په عامه افکارو کښې د فلسطين د ملت د مجاهدت او مظلوميت دوه ډوله انعکاس.
د فلسطيني مبارزې منطق هم چې د ايران د اسلامي جمهوريت لخوا د ملګرو ملتو په سندونو کښې ثبت شوے دے يو مترقي او په زړۀ پورې منطق دے؛ فلسطيني مبارزان کولې شي د فلسطين د ټولو اصلي اوسيدونکو يو رېفرېنډم مطرح کړي. دغه رېفرېنډم به  د هېواد سياسي نظام ټاکي او د هر قوم او هر دين اصلي اوسيدونکي منجمله مهاجر شوي فلسطينيان به پکښې ګډون وکړي؛ دغه سیاسي نظام به مهاجر شوي فلسطينيان وطن ته راستانۀ کړي او دغلته د مېشته شويو پرديو خلقو برخليک به وټاکي.
دا مطالبه او غوښتنه د هغې مروجې ډېموکرېسۍ په بنياد ده چې په دنيا کښې منلې شوې ده او څوک يې هم په مترقي والي کښې شک نه شي کولې. فلسطيني مجاهدين پکار دے له غاصب رژيم سره  خپلې روا او اخلاقي مبارزې ته دومره دوام ورکړي چې دغې غوښتنې ته مجبور شي.
د الله پاک په نامې سره مخ وړاندې حرکت جاري وساتئ او پوهه شئ چې «بې له شکه خداے پاک له هغه چا سره  مرسته کوي چې د هغه (له دين) سره  مرسته کوي.»[3]
والسّلام‌علیکم‌ورحمة‌اللّه
 [1] . سوره طور، 42 آيت؛ « يا غواړي چالاکي او چلول وکړي خو هغه کسان چې کافران شوي دي خپله له چالاکۍ او چلول سره مخامخ شوي دي.»
[2] . سوره‌ يوسف، د 21 آيت يوه برخه؛ «... او خداے په خپلو ټولو کارونو غالب دے خو اکثر خلق نه پوهيږي.»
[3] - اِن تَنصُرُوا اللهَ یَنصُرکُم
captcha