د افغانستان رسنیو له مخې، ولسمشر محمد اشرف غني یکشنبه وویل چې د مړو او ټپیانو له کورنیو سره په غم او درد کې ځان شریک بولي او په همدې خاطر د سې شنبې په ورځ د ملي ماتم او سراسري فاتحې اعلان کوي.
ښاغلي غني وویل: “په لوګر کې په بېګناه محصلینو او په کابل کې پر معصومو زدهکوونکو د ترهګریزو بریدونو د شهیدانو د درناوي لپاره د همدې اوونۍ سې شنبې ورځ د ملي ماتم اعلان کوم. د دې غمجنې پېښې د شهیدانو د روح لپاره به د ارګ په جامع جومات، ټولو دولتي ادارو او ولایتونو، ټولو جوماتونو او تکیهخانو او د هېواد په بهرنیو استازولیو کې د فاتحې او دعا مراسم ترسره شي.”
ولسمشر غني همداراز وویل، چې د شهیدان شویو او ټپيانو له کورنیو سره به نغدي مرستې وشي او هم به د دشت برچي د سیمې د خلکو د امنیت لپاره د سیمې له خلکو په سلا هڅې وشي.
د شنبې په ورځ په دشت برچي سیمه کې وسلوالو طالبانو د سیدالشهدا نجونو ښوونځي مخ ته په موټربم حمله کې د رسمي شمېرو له مخې له ۵۰ زیات د ښوونځي زده کوونکي شهیدان شوي او تر ۱۰۰ زیات ټپیان دی.
افغان حکومت او افغانان د برید مسوولین طالبان دې.