په غزې تړانګې کې په مسکونی سیمو د صیهونیسټ رزیم څاروی ډوله حملې هماغه راز دوام لری . دا په داسې حال کې ده چی د دې په مقابل کې د فلسطین مقاومت ډلو هم د سیف القدس په نوم په قدرت سره خپلو عملیاتو ته دوام ورکوی .
د مقاومت بهیر په دو مهمو او سټراټیجیکو دلیلونو د صیهونیست رژیم له تیری سره د مبارزې په دوام هوډ من دې . لومړې دلیل د اسراییلو د ناروا رژیم له شرارته ډک ماهیت دې چی د سیمې په ناامنۍ او بی ثباتۍ پسې دې .
دوهم دلیل د قدس او فلسطین ملت د برخلیک په وړاندې د ساز باز طرحو ، د معادلاتو په بدلون د مقاومت د بهیر نه انکاریدونکی اغیز دې .
د رهبرۍ ستر مقام حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای په هغه ژوندۍ تیلی ویژیونی وینا کی چی د قدس ورځې په مناسبت وړاندې کړه د مقاومت د ځواکونو د قدرت کمی او کیفی ودې ته په اشارې سره په نیواکی ټاټوبیو کې د قدرت انډول د اسلامی نړۍ په ګټه وباله .
هغوی همداراز د صیهونیسټ رژیم بهیر مخ په ځوړتیا وباله او له دغه غاصب رژیم سره یې د مبارزې منطق د فلسطین د راتلونکی سیاسی نظام د ټاکلو لپاره د فلسین په بهر او داخل کې له ټولو فلسسطینانو د یوې ټول پوښتنې تر سره کولو پورې مقاومت اعلان کړ .
د دغو عدالت غواړو دریځونو په قدرونه کی د ګل په ورځ د فلسطین د مقاومت یو شمیر ډلو د رهبرۍ ستر مقام ته په جلا جلا لیکونو کې د قدس په ورځ د اسلامی انقلاب د معظم لارښود د ویناو مننه وکړه .
د فلسطین د ازادی غواړی ولسی جبهې ، د فتح غورځنګ ، د فلسطین د ولسی مبارزې جبهې او فلسطینی ځواک ایتلاف په دغو لیکونو کې همداراز د اسلامی هیوادو نو ترمینځ د مقاومت او اتحاد د چورلیز په توګه د اسلامی ایران په رول د ټینګار په ترڅ کې د فلسطین د ایډیال په ژوندی ساتلوکې د حاج قاسم سلیمانی نوم او یاد درنښت وکړ .
د صیهونیسټانو ننی ویره او وحشت ښی چی د مقاومت د بهیر قدرت نن هغه معادله چی ویل کیدل اسراییل په سیمه کی برلاسې پوځی قدرت دې او هیڅوک د دغه رژیم تیریو ته ځواب نشی ویلې ، بدله شوی ده .
د نن سبا ورځو بدلونونه ښی چی اسراییل له هغه څه زیات چی پخپله یې وایی او ګومان کوی ، له بل هر وخت زیات خالی او تاوانی دې . د صیهونیسټ رژیم افراطی او جنګ غواړی سیاستوالان او عسکر اوس ډیر ښه په دغه واقعیت پوهه شوی دی چی د فلسطین د مقاومت تباه کول به غیرممکن کار وی او دا ځل دا صیهونیستی عسکر ندی بلکې د مقاومت ځواکونه دی چی په نښتو کې به د جنګ برخلیک وټاکی .
khamenei.ir