IQNA

د اسرائیلو په خلاف د پاکستانی لاریون کونکو په لار کې بم چاودنه؛ ۶ مړه

23:06 - May 21, 2021
د خبر لمبر: 3484322
رتهران (ایکنا) - د پاکستان په بلوچستان ولایت کې د رژیم صهیونیسټي په خلاف د لاریون کونکو په لار په موټرسیکل کې نصب د بم د چاودنې له امله ۶ تنه مړه او ۱۴ نور ټپیان شول.
د پاکستان د بلوچستان ولایت د حکومت ویاند لیاقت شاهواني، د دې خبر په ورکولو سره وویل: په موټرسایکل کې د نصب شوې بم د چاودنې له امله د چمن په سیمه کې د اسرائیلو په خلاف له لاریون کونکو ۶ تنه مړه او ۱۴زخمی شول چې له هغو د څلورو کسانو حالت ښه نه دی.
شاهواني زیاته کړه: په چاودنه د بلوچستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولوي عبدالقادیر لونی، هم د دې بم هدف ګرځیدلې و چې هغه په دې چاودنه کې معمولي ژوبل شوې دی.
تراوسه هیڅ یوې ډلې د دې برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستلې.
3972846
captcha