IQNA

د مقاومت ډلو او فلسطین ملت ته د لبنان د حزب الله مبارکي

8:50 - May 22, 2021
د خبر لمبر: 3484325
تهران (ایکنا) - د لبنان حزب الله په خپل یو پیغام کې په غزه کې د فلسطین د مقاومتی ځواکونو او خلکو په صهیونیسټي دښمن بریالۍ مبارکي وړاندې کړه.
د لبنان حزب الله په دې پيغام کې ټینګار وکړ: د فلسطین ملت او د مقاومت محور ټول هیوادونو په نښه کړه چې اسرائیل کمزوتیاوې او ضعفونه لري چې له بحر تر نهر د خلاصون پلان به په نږدې راتلونکې وخت کې ترلاسه شي.
د دې پیغام په یوه بله برخه کې راغلي: په دې نښته کې، د سولې خیال، سیاسي حل لاره، د غدار پیړۍ معامله او  د اړیکو شکمنه عادي کولو  د دوي ادعا له مینځه لاړه. دې نښتې ثابته کړه چې مقاومت د بریالۍ، آزادۍ او کرامت په لار کې د دښمن په مقابل کې برلاسۍ دی.
باید یادونه وشي چې د نن سهار په لومړیو ساعتونو کې، په غزه کې له ۱۱ ورځو جګړې وروسته، صهیونیسټ رژیم مجبور شو چې د مقاومت د ځواکونو په وړاندې تسلیم شي او د اور بند اعلان وکړي.
3972833
captcha