د پاکستان خارجه وزير شاه محمد قرېشي د ملګرو ملتو د عمومي اسمبلۍ له ترکي مشر ولکان بوزکر سره په خبري کانفرنس کښې د ملګرو ملتو د بشري حقوقو له شورا وغوښتل چې د نړيوالو تحقيقاتو په شروع کولو سره د غاصب صهيونېسټ رژيم د فلسطين د مظلوم ولس په خلاف د وروستيو جنايتو د ترسره کولو په وجه ځواب ويونکے کړي.
د ملګرو ملتو د پينځه اويايمې عمومي اسمبلۍ مشر هم وويل: د فلسطين د مسئلې د هواري لپاره بې وسي ملګرو ملتو او دغې نړيوالې ادارې د امنيت د شورا اعتبار ته زيان رسوي.