IQNA

په ترکي کې د ماشومانو لپاره لومړی دیني چنیل

13:30 - June 08, 2021
د خبر لمبر: 3484357
تهران (ایکنا) - د ترکیې د دینونو سازمان مشر او د ترکي د تلوزیرون او راډیو پلاویو ترمینځه په دغه هیواد کې د ماشومانو لپاره د لومړي دیني چینل جوړولو لپاره تړون لیک لاس لیک شو.

د ترکیې د دینونو سازمان مشر دکتر علی ارباش او د ترکیې د تلویزیون او رادیو د پلاویو ترمینځه په دغه هیواد کې د ماشومانو لپاره د لومړي دیني چینل جوړولو لپاره تړون لیک لاس لیک شو.
له دې مخې ارباش د دې سازمان د خپریدو او نشر د برخې تر ټولو مهم هدف د ارزښتونو پیژندنه او د اسلامي سرچینو د مخاطبانو لپاره په ښه ډول بیان کړ؛ هغه امر چې د د ې سازمان د جوړولو په قانون کې ذکر شوې دۍ.
هغه د دینونو د سازمان ترټولو مهم سرچینه قرآن او نبوي حدیث معرفي کړل. له دې مخې د ترکیې د دینونو سازمان په هر ډول شرایطو کې خپله ټوله هڅه کوي چې د مخاطیبن ته د رسنیو له لارې سم دینی معلومات معرفي کولو لپاره مناسب طریقه خپله کړي.
3976084

captcha