IQNA

د قرآڼ یوه حافظ په مصر کې ۵ سوه خطیبان او مبلغان روزلي دي

9:28 - July 12, 2021
د خبر لمبر: 3484417
تهران(ایکنا) -احمد سلیمان ابوزرفه په مصر کې د قرآڼ کریم یو داسې حافظ دی چې خپل عمنر ظې د قرآن کریم دحافظانو ،دینی مبلغانو او خطیبانو په روزنې کې تیر کړدی دی .

ایکنا خبری آژانس د الیوم السابع  له قوله راپور راکړ، دمصر په الغریبه ولایت کې  په المحله الکبری ښار کې دمصر د اوقافو د ادارط غړي اودیني مبلغ احمد سلیمان ابوزرفه  چې د خپل عمر زیاتره برخه د دیني مبلغانو او حافظانوپه روزلو کې تیره کړې ،وئيل کیږي ،پخپل لاس ئې د قرآن کریم څه دپاسه پنځه سوه حافظان ،قاریان ،خطیبان او دجمې امامان روزلي دي .

هغه وائی  چې دقرآن کریم حفظ ئې د خپل پلار په مرستې سره پيل کړي او په دولس کلنۍ  کې ټول قرآڼ حفظ کړی دی . د ابوزرفه پلار هم  دقرآن کریم ډیر قاریان روزلي دي  چې ځیني  ئې نن سبا د پوهنتون استاذان  اوپه الازهر او اوقافو ادارې  کې دینی مبلغان  دي .

ابوزرفه د الازهر پوهنتون داصولو په پوهنځي کې  د ابتدائي او مینځنی پړاؤ  له زده کړو وروسته په طنطا څانګې کې ومنل شو  او له دغه ځایه په ډیرو ښو نمبرو سره فارغ التحصیل شو  او وروسته  ئې د عسکرۍ د پړاؤ دتیرولو  لپاره  له پوځ سره  یو ځای شو . وروسته بیا د مصر   د اوقافو د وزارت ل خوا پخپل کلي کې د الاربعین جومات خطیب او دجمې امام منصوب شو  او د اوقافو په وزارت کې  له کابو دیرشو کلونو خدمتاتو وروسته  دمصر د اوقافو وزارت په مبلغانو کې لوړ مقام ترلاسه کړ.  هغه د خپل پلار لارې ته په دوام سره دکليۍ له اوسیدونکو په سلګونو کسان دقرآن قاریان او حافظان کړل  چې  په هغو کې ځيني نن سبا د پوهنتون استاذان ، ډاکټران  او یا په لوړو څوکیو ګمارل شوي مسئولان دي  چې  په هغو کې  یو شیخ یسري عزام دی چې د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیبسی  ورته په  په یولړ دستورو کې جایزه هم ورکړې ده . ابو زرفه وائي  پخپل ژوند کې ئې د قرآن کریم د حفظ په بدل کې له هیجا هیڅ ډول جایزه  یا معاش نه دی اخستی ، ځکه قرآن کریم  دهغه لپاره د دینا او آخرت تر ټولو لویه جایزه ده .

ابوزرفه  ددې خبرې په کولو سره چې  دهغه شاګردان  اوس نور دهغه همکاران شوي دي ، ووئیل ،  نن سبا ډيره خوشبختي او ویاړ احساس کوي ، چې تر دې دمه  له خپلو پخوانیو شاګردانو سره  هره ورځ لیده کاته کوي . دوي هماغه شان هره ورځ قرآن کریم تلاؤت کوي  او دځينو کسانو  تلاؤت او قرآءت  تصحیح هم کوي .

 

3983186

captcha