IQNA

د امام علي او بي بي فاطمې د واده کلیزه

19:42 - July 12, 2021
د خبر لمبر: 3484422
تهران(ایکنا) -لکه څنګه چې خبر یئ د ذی الحجې یا لوې اختر د میاشتې وړومبۍ نیټه د دوو الهي نورونو (حضرت امام علي علیه السلام او بي بي فاطمه زهر(س) د سپیڅلي تړون ورځ ده. نو په هم دې مناسبت تاسو قدرمنو ته د مبارکۍ په ویلو سره یوه ځانګړې لیکنه درته وړاندې کوو، هیله ده چې د پام او خوښې وړ مو وګرځي.

دوه انسانان چې هر یو یې ځانته ډیرې منفردې ځانګړتیاوې لري، موافقه کوي چې په ژوند کښې یوه نوې طرحه پیل کړي او د ژوند له لوړو ژورو ډکه لاره په ګډه او د یوازې توب له حال و هوا نه په بیله توګه تیره کړي. ارواپیژاندي باوري دي چې واده د ځوان طوفاني او پریشانه روح ته ارامښت وربخښي. دا چاره یوه زمینه جوړیږي چې په سیوري کښې یې ځوانان په قرار او ارامښت سره د لالوړو او مهمو مقصدونو په لور لاړ شي. ځکه چې له واده څخه په ترلاسه شوي امنیت سره په انسان کښې روحي او رواني تعادل ته د رسیدو په لاره رامینځته کیږي او دغه تعادل سړی د رغنده هلوځلو او فعالیتونو په لور بیايي. البته که که یو کامیاب واده او صحي انتخاب شوی وي.

د ذی الحجې د میاشتې وړومبۍ نیټه د خدای د دوو نورونو د مقدس تړون رایادونکې ده. د هغه تړون چې د یوې داسې بې مثاله کورنۍ بنیاد وګرځیده چې خلک د تل لپاره د هغوي ژوند او طریقه سمبول او مثال ګرځوي.

*/*/*/*/*/*/*/

د پایداره تړون او قراره ژوند ترټولو مهم عامل د نظرونو او باورونو ورته والی او په اخلاقي ارزښتونو باندې د زوجینو عملي پابندي ده. په هم دې اساس په خدای باندې باور لرونکي او پاک فکر لرونکي سړي او ښځې د ژوند د یو نیک سیرته او مومن ملګري د لرلو ارماني وي. د واده په لړ کښې دا ډول ګروهنه د انسان د پاک او کمال لټونکي فطرت له امله ده. هم دا وجه ده چې متعال خدای ترټولو غوره واده، له یو بل سره د پاکو خلکو تړون ګڼي او د سوره نور په ۲۶ آیت کښې فرمايي: پاکې ښځې د پاکو سړیو لپاره او پاک سړي د پاکو ښځو لپاره دي.

د دوو پاکو انسانانو په توګه د حضرت علي علیه السلام او د هغه  د بې سارې میرمنې بي بي فاطمه زهرا(س) له عشق او مینې ډک واده د یو کامیاب تړون نمونه او د قرآن د نورو آیتونو مصداق دی. هلته چې خدای پاک د واده تړون د ښځې اوسړي او ارامښت او سکون بنیاد بولي او د روم د مبارکې سورې په ۲۱ آیت کښې فرمايي: د هغه له نښو څخه یوه دا ده چې ستاسو له جنس څخه یې ستاسو لپاره جوړې وپنځولې څو تر څنګ یې ارامښت بیامومئ او ستاسو ترمینځ یې مینه او رحمت واچوه. په دې کښې د فکر د خاوندانو لپاره یوشمیر نښې پرتې دي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*

یوه ښځه د مدینې په کوڅو کښې په مزه مزه روانه وه. د هغې پیوند لګیدلو جامو د هغې د فقر او تنګلاسۍ غمازي کوله. هغه له خلکو څخه د مرستې په هیله کور په کور ګرځیدله خو له هر ځایه ناامیده شوه او بلآخره د پیغمبر اکرم کور ته ورسیدله. ويې لیدل چې د پیغمبر په کور کښې ډیرې ښځې تګ راتګ کوي. حیرانه شوله، لږه مخکښې لاړه. خبر شوه چې خلک ځانونه د بي بي فاطمه زهرا(س) او د امام علي علیه السلام د واده دستورو ته تیاروي. ګوندي ټاکل شوې وه چې د رسول ا... مبارک لور له یوشمیر ښځو سره د امام علي کور ته لاړه شي. فقیره ښځه په یو ګوټ کښې اودریدله او د څو شیبو لپاره یې خپله بې وزلي او پریشانه هیره شوله او د خلکو په خوشالۍ کښې هغه هم په مسکا شوه.

دغه وخت بي بي فاطمه زهرا(س) د پیغمبر له کوره راووتله. فقیره ښځه بې اختیاره څو ګامه ورمخکښې شوه. له نزدې خه یې د بي بي فاطمې ځلیدونکې څیره وپیژندله. د بي بي فاطمې سترګې هم په هغې ولګیدلې.

ښځه ورنزدې شوه او سلام یې وکړ. هغې د فاطمې بي بي د مهربانۍ او بخشش په هکله ډیر څه اوریدلي وو او دا چې هیڅ اړمن کس نه ناهیلې کوي. بې وزله ښځې د پیغمبر له لور څخه مرسته وغوښتله. فاطمه بي بي لږه شان ټکنۍ شوه، د خپل واده نوي قمیص ته یې یو نظر وکتل او سمدستي کور ته ستنه شوه. موجود خلک د هغې په دغه کار حیران شول خو څو شیبې پس بي بي له کوره راووتله، په داسې حال کښې چې د واده هغه نوی قمیص یې په لاس کښې نیولی و. هغه په مینې او مهربانۍ سره د فقیرې ښځې خوا ته ورغله او هغه د واده کالي یې هغې ته ورکړل. داشان بي بي فاطمه زهرا(س) په ساده کالیو کښې د امام علي کور ته لاړه خو زړه یې له رضایت او مینې ډک و.

هغه راضي او خوشاله وه له دې چې خدای تعالی ورته یوځل بیا د خپلو بندګارنو د خدمت توفیق ورکړی و. د خپل خاوند علي علیه السلام په  نزد د فاطمې بي بي مقام، د پیغمبر په نزد د هغې د لوړ مقام په شان ګرانقده او ویاړمن و. امام علي علیه السلام د بي بي فاطمې په همسرۍ ویاړ کوه. د امام علي علیه السلام په نظر کښې فاطمه(س) د خدای د اطاعت په لاره کښې د هغه ډیره ښه ملګرې وه. په هم دې وجه یې د رسول ا...(ص) د دې پوښتنې په ځواب کښې ویې فرمایل: میرمنه دې څنګه ده؟ ویې ویل: د خدای په اطاعت کښې زما ترټولو ښه ملګرې ده.

د بي بي فاطمې او امام علي علیهم السلام واده د خدای تعالی په حکم او په ډیرو ساده دستورو او په شور او شوق سره ترسره شو. د واده په ورځ پیغمبر اکرم(ص) امام علي ته وکتل او ویې فرمایل: فاطمه ستا لپاره ښه ښځه ده او که هغه نه وی نو په دنیا کښې ستا مناسبه ښځه نه پیدا کیدله. بیا یې بي بي زهرا ته وفرمایل: زهرا جانې! علي ستا لپاره ډیر ښه خاوند دی او که دی نه وی نو ستا مناسب خاوند بل نه و.

*/*/*/*/*/*/*/*/*

 ډیرو خلکو دا مسئله تجربه کړې ده چې اصولاً رحمت او مینه په هغو کورنیو کښې ده چې عقل او عشق د یوبل ترڅنګ راولي. په قرآني فرهنګ کښې د کورنۍ په مرکز کښې د ښځې او میړه د طبیعي ګروهنو پوره کیدل د هغوي د مینې، سلامتیا او پیوستون لامل ګرځي. په هم دې خاطر اسلام په ګډ ژوند کښې د عاطفي او انساني اړتیاؤ پوره کیدل د یوبل په غاړه د ښې او سړي له حقوقو څخه ګڼلي دي. د سړي دنده ده چې ښځې ته نفقه ورکړي او د هغې د ژوند لګښتونه پوره کړي. ښځه هم باید د همسرۍ دنده ترسره کړي.

بي بي فاطمه خپله د وحي په مکتب کښې روزل شوې وه په دې وجه د ژوند په ټولو پړاؤنو کښې د خپل خاوند ترټولو ستر ملاتړې او ملګرې وه. هغې په خپل لنډ ژوند کښې د خپل همسر له توانه زیات هیڅ ونه غوښتل او هیڅکله یې خپل خاوند په قهر نه کړ. په حقیقت کښې د دغې بیلګه جوړې یوړزه توب او یوژبه توب د هغه صحي انتخاب او صمیمانه ملګرتیا په وجه دی چې ترټولو لوړ ژوند یې جوړ کړ او د انسان د لارښوونې لپاره یې پاک او صالح اولادونه دنیا ته وړاندې کړل.

*/*/*/*/*/*

انسان د بالقوه وړتیاؤ او  توانمنیو یوه ټولګه ده او واده د هر کس د دغو پټو وړتیاؤ او باطني خزانو د غوړیدو لاره هوارولې شي. مینه کول، د ژوند د ضرورتونو پوره کول، د کورنۍ مدیریت، خپلواکي او پرځان بسیاینه، کمال غوښتنه او خدای ته نزدېکت او د صالحو او وړ انسانانو روزل د واده له لارې عملي کیدې شي. د واده د اهمیت او ضرورت یوه وجه ودې او کامل کیدو ته ضرورت دی. د ماشومتوب له مرحلې تیریدل او ځوانۍ ته رسیدل د یو تازه هویت ترلاسه کولو ته ضرورت لري چې د واده او د ژوند د ملګري د غوره کولو له لارې رامینځته کیږي. واده په انسان کښې دا حس رامینځته کوي چې هغه یو خپلواکه انسان دی او اوس د مسئولیت منلو او د خلقت له تکاملي حرکت سره د یوځاې کیدو وخت دی، په دې وجه هڅه کوي چې د یوې ښځې یا میړه په توګه خپل رول په غوره توګه ولوبوي.

امام علي و فاطمه زهرا علیهما السلام د واده له لارې د تجرد د وختو ډیرې اندیښنې ختمې کړې او په نویو حالاتو کښې یې کوشش وکړ چې یو کامیاب او صمیمي ژوند تجربه کړي.

*/*/*/*/*/*/*/

اسلام د رسول الله حضرت محمد مصطفی(ص) اهل بیت علیهم السلام د غوره کورنۍ یوه بشپړه بیلګه معرفي کړي دي. سبحان خدای دغه کورنۍ له هر ډول رجس او پلیدۍ پاکه بللې او د سوره احزاب د ۳۳ آیت په یوه برخه کښې فرمايي: خدای غواړي چې ګناه او پلیدي له تاسو اهل بیتو څخه لرې کړي او تاسو بیخي پاک وساتي.

هم دغې کورنۍ ته په خطاب کښې د بیا د سوره آل عمران په ۶۱ آیت کښې یې هم د پيغمبر اکرم د اهل بیتو د کورنۍ د غړو خبره کړې او د هغوي د معنوي او عرفاني مقامونو سترتوب یې ښودلی دی. دغه کورنۍ د حضرت امام علي علیه السلام د رسول ا... مبارک د پاکې لور بي بي فاطمه زهرا سلام ا... علیها له ملکوتي تړون څخه جوړه شوې ده. دا هغه دوه شخصیتونه دي چې که څه هم ډیر کم  عمره او کم تجربه دي خو د یو بل کُفو (همرتبه) دي. د خدای ګران رسول د دوي د واده په دوران کښې هغوي د خپل امت اسوه او مثال وبلل.

بیشکه چې غوره کورنۍ د غوره خصوصیاتو او ځانګړتیاو خاونده وي. د فاطمې بي بي درک او شعور او لوړو او معنوي مقاماتو د قریشو د پانګه والو او مشرانو پام ځان ته اړولی و او ظاهر یې هم داسې و چې «انسیۀ حوراء» به یې ورته ویل یعنې هغه انسان چې جنتي حورو ته ورته دی او امام علي علیه السلام یو دلاور ځوان چې د پیغمبراکرم(ص) ترڅنګ او د هغوي په خوا کښې یې اسلام ته ژوند او لوړتیا وبخښله. د هم دغو فضائلو له امله وو چې حضرت جبرائیل امین د رسول الله په خدمت کښې حاضر شو او د لاله او لوَنګو ګلونو یې ورته ډالۍ کړل او زیرې یې ورکړ چې د امام علي او بي بي فاطمې په واده سره به د هغوي له پاک نسر څخه یوولس معصوم امامان د خدای د حجتونو په توګه ځمکې ته راځي او انساني نسلونه به هدایتوي.

د خدای درود او سلام دې وي د کائناتو پر هغو دوو ملغلرو چې د عشق او وفا معنا یې وکړه او کورنۍ ته یې عزت او کرامت ورکړ.

parstoday.com

captcha