IQNA

په کاناډا کښې د ځايي ماشومانو د ډله ایزو قبرونو د کشفیدو دوام

21:16 - July 15, 2021
د خبر لمبر: 3484430
تهران(ایکنا) -په حقیقت کښې د کاناډا چارواکي نه دي توانیدلې چې د دا ډول جنایتونو اړخونه پټ کړي او اوس هم هڅه کوي چې له مسئولیت او ذمه وارۍ ځان وغړوي.

په کاناډا کښې د ځايي ماشومانو د ډله ایزو قبرونو موندل کیدل دوام لري، په دې لړ کښې د تیرې اونۍ په سه شنبې رسنیو د کاناډا په برټش کولمبیا ولایت کښې د څه باندې ۱۶۰ ماشومانو د ګډ قبر د پیدا کیدو خبر ورکړ. د دغو قبرونو په موندل کیدو سره په کاناډا کښې د وژل شویو ځايي ماشومانو شمیر له زرو تنو واوښته.

په تیرو څو اونیو کښې په کاناډا کښې د ماشومانو د ډله ایزو قبرونو کشفیدو دغه هیواد له نیوکو سره مخامخ کړی دی. دغه ماشومان چې د کاناډا ځايي اوسیدونکي وو، له ۱۸۹۰ نه تر ۱۹۷۰ کلونو ترمینځ له خپلو والدینو جلا کړې شول او د کاتولیک کلیسا تر مدیریت لاندې بورډنګ سکولونو ته سپارل شوي وو.

د دغې طرحې د اجرا کولو اصلي موخه د کاناډا له سیمه ایزو ټولنو د دغو ماشومانو لرې کول، د هغوي د مورنۍ ژبې او دودونو د رواجیدو مخنیوي او په تپل شوې طریقه یې روزنه وه. په دې وجه په دغه بهیر کښې زیاتره ماشومان د خودکشۍ، اور لګیدنې، د سختو او اوږدو کارونو له امله د رامینځته شویو دباؤنو، تیري، یخ نیونې او له ښوونځې د تیښتې لپاره د کوششونو په دوران کښې مړه شوي دي.

د جارج مانوئل په نامه یو کس چې په ۱۹۲۰ میلادي لسیزه کښې په دغو ښوونځیو کښې و، وايي: ټول ځايي زده کونکي په خیټه وږي وو. ښوونځي هم په ژمي کښې ساړه او غیربهداشتي وو.

هم داشان په نورو اسنادو کښې راغلي چې زده کونکي د شري، انفلانزا، ټي، بي او داسې نورو وبايي ناروغیو له خطر سره مخامخ وو او زیاتره به مړه کیدل.

واشنګټن پوسټ امریکايي ورځپاڼې په دې هکله رپورټ خپور کړی چې د دغو قبرونو موندل کیدل د کاناډا د تاریخ د ترټولو تور او تیاره فصل ترخې موندنې او هغه پیښه ده چې د کاناډا یو سیمه ایز مشر هغه (یو نه تصور کیدونکی کمی) بللی دی.

په تیره یوه میاشت کښې کاناډايي رسنیو په ځلونو د دغه هیواد د ځايي ماشومانو د ډله ایزو قبرونو د موندل کیدو خبر اعلان کړی دی. دا موضوع د حکومت او کلیسا ترمینځ د شخړې او د نظر د اختلاف لامل شوې ده.

د کاناډا د حکومت کړنلاره او د بشردوستانه دریځونو غوره کول او په تیره بیا یې په دې وروستیو کلونو کښې د آزادۍ د پابندۍ شعارونه سبب شوي چې اوس د کاناډا حکومت له مخکښې نه زیات تر دباؤ لاندې راشي داشان چې د دغه هیواد وزیراعظم جسټین ټروډو دغه مسئله د کاناډا د تاریخ د یو تاریک او شرمناک باب دردناکه یادونه او یوه ستره رسوايي وبلله خو د دغه تیري په لړ کښې یې بخښنه ونه غوښتله.

ټروډو چې د کاناډا او نړۍ د عامه افکارو د نیوکو له دباؤنو سره مخامخ دی، کوشش یې وکړ چې د دغې غمیزې د ذمه وارۍ پړه د کلیسا په غاړه ورواچوي او په دې لړ کښې یې د پاپ د بخښنې غوښتنه وکړه. دا په داسې حال کښې دي چې پاپ فرانسس په کاناډا کښې د کاتولیک کلیسا په یو پخواني ښوونځي کښې د ډله ایزو قبرونو د موندل کیدو په غبرګون کښې د دې موضوع د معلومیدو لپاره د هیواد د سیاسي او مذهبي چارواکو د ملګرتیا غوښتنه وکړه. هغه د کاناډا له خلکو سره خواخوږي څرګنده کړه خو د دغو سکولونو په لړ کښې د کلیسا د رول په هکله یې بخښنه ونه غوښتله.

په کاناډا کښې پرله پسې د مشترکو قبرونو پیدا کیدل د کاناډا د حکومت او لویدیځې نړۍ لپاره په یوې سترې رسوایۍ بدل شوي دي. په حقیقت کښې د دغو قبرونو کشفیدل په دغو هیوادونو کښې د برابرۍ له شعارونو لرې د توکمپالو کړچارونو له مخکښې نه زیاته ښودونکي دي.

په حقیقت کښې د کاناډا چارواکي نه دي توانیدلې چې د دا ډول جنایتونو اړخونه پټ کړي او اوس هم هڅه کوي چې له مسئولیت او ذمه وارۍ ځان وغړوي.

د (کملوپس) ښار په بورډنګ سکول کښې پاتې شوی ۷۲ کلن (سا هیل ټاټ) په دې هکله وايي: تراوسه پورې هیڅوک د هغه کړاؤ مسئول او ذمه وار نه دې پیژندل شوی چې په بورډنګ سکول کښې د شتون په ټول دوران کښې مې زغملی دی. ګناهکاران په یو ډول له محاکمې تښتیدلي دي.

د حکومت او کلیسا ترمینځ د بشري حقوقو لوبه په داسې حال کښې دوام لري چې د دغه جنایت د اړخونو څرګندیدو د نړۍ ډیر پتمن خلک خوږمن کړي دي خو داسې ښکاري چې هیڅ څوک نه غواړي د دغې وژلې مسئولیت ومني په داسې حال کښې چې د توکمپالنې سیاستونه په کاناډا او ډیرو لویدیځو هیوادونو کښې لاهم جاري دي او نمونې یې له مهاجرینو او تورپوستو سره په چلند کښې لیدې شو.

parstoday.com

captcha