ایکنا خبری آژانس راپور راکړ ،په افغانستان کې د داعش ډلې مسئولانو نن سهار ،د افغانستان د ولسمشرۍ په ارګ د پرونۍ حملې پړه په غاړه اخستې ده
په راپور کې وئیل شوی ، داعشي سرغنو ادعا کړې ،د خپلو موخو په لور ئې اوه توغندی ویشتی چې په هدف لګیدلي هم دی . البته ډیری رسندوئی سرچینې وائي ، دغه ډله معمولا، که د جنګ په دګر کې او که په توغندوي حملو او یا بم چاودنو کې وی ،د خپلو بریالیتوبونو په باب مبالغه کوي .
ټيلیویژني عکسونو ښودلې ده چې په کابل کې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې دلوي اختر دلمانځه په وخت د ارګ په شاوخوا کې څو توغندیو د لګیدو غږونه آوریدل کیږي او یو شمیر چارواکي هم دلمانځه په وخت تر یوه حده ویریدلي دي .البته ددغو توغندوي حملو داحتمالي مرګ ژوبلو په باب څه نه دي وئيل شوي .
د افغانستان ولسمشر اشرف غنبی د لمانځه په دستورو کې له لمانځه اداکولو وروسته پخپلې وینا کې یو ځل بیا وئيلي دي ، طالبان له سولې او اور بنده سره هیڅ دلچسپي نه لري او دکابل حکومت به ډيره زر په دې اړه کومه جدي فیصله وکړي .