IQNA

پګاسوس د نورو هیوادونو له مشرانو او چارواکو څخه د جاسوسۍ لپاره اسرائیلی سافټ وېر

15:48 - July 23, 2021
د خبر لمبر: 3484453
تهران(ایکنا) - ځینو سرچینو راپور ورکړي چي د لوېدیځي اسیا د سیمو د هیوادونو ځینې چارواکي منجمله عراقي چارواکې د اسرائیلو د جاسوسۍ ښکار ګرځېدلي دي.

جاسوسي تل په نورو هیوادونو کې د نفوذ او د معلوماتو د تر لاسه کولو لاره پاتي شوې ده چي نن سبا هم د نړۍ د یو شمېر هیوادونو له لوري کارول کیږي، اسرائیل چي د نړیوالو قوانینو او په حقونو په ملنډي وهلو په تېره بیا د فلسطیني یانو په ځپلو شهرت لري، د نړۍ د هیوادونو څخه په جاسوسۍ کې هم تر ټلو مخکښ دی، د پګاسوس د جاسوسۍ سافټ وېر د ټلفونونو د هکولو په موخه کارول کیږي.

د دغه اسرائیلي سافټ په اړه راپورونه د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۶ میلادي کال کې خپاره شول، کله چي د اماراتي فعال احمد منصور ټلفون هک او وروسته ونیول شو.

د رویټرز، واشنګټن پست، وال اسټریټ جورنال، ګارډین او الجزیري رسنیو ګډي څېړنې ښیي چي ۵۰ زره موبایل نمبرې منجمله د ځینو هیوادونو د مشرانو او د عربو چارواکو نمبرې د پګاسوس د سافټ وېر په مټ هک شوي دي.

که څه هم د (ان اس او) اسرائیلی شرکت چي د پګاسوس سافټ وېر جوړونکی دی دغه راپور دروغ بولي، لیکن هغه څه چي یاد راپور ته اعتبار وربخښي دا دی چي دا صرف مطرح شوي ګمانونه نه دي بلکي د نړۍ د لویو رسنیو له لوري د ګډو تحقیقاتو پایلې دي.

بله مساله دا ده چي اسرائیل دغه سافټ وېر هغو هیوادونو ته هم ورکړي دي چي د دې منحوس رژیم سره ښکاره او پټي اړیکي پالي.  د یادو هیوادونو مشران هم په خپلو هیوادونو کې د سیاسي او مدني فعالینو د ځپلو په موخه د دې اسرائیلي سافټ ویر څخه کار اخلي.

اذربایجان، بحرین، پولنډ، هند، قزاقستان، مکسیکو، مراکش روانډا، سعودي عربستان او امارات د هغو هیوادونو په شمېر کې راځي چي د جاسوسۍ لپاره د دغه اسرائیلي سافټ وېر څخه په پراخه پیمانه کار اخلي.

د نړیوالو رسنیو د ګډو څېړنو له مخې د دغه اسرائیلی سافټ وېر په وسیله د عرب واکوالو او شاهي کورنیو په شمول له ۶۰۰ سیاسي مشرانو او چارواکو، ۸۵ د بشري حقونو له فعالینو، ۶۵ سوداګریزو مدیرانو او ۱۸۹ خبریالانو څخه جاسوسۍ تر سره شوي دي.

داسي ښکاري چي اسرائیل او هغه هیوادونه چي له دې سافټ وېر څخه کار اخلي د بشري حقونو سره د مقابلې په لړ کې ګډې موخي تعقیبوي، یعني له دې سافټ ویر څخه د بیان د ازادی، د رسنیو ، د مدني او سیاسي فعالینو د ځپلو  او د مخالفینو د له مینځه وړلو او د نورو هیوادونو په چارواکو د نفوذ او فشار د راستلو په لړ کې کار اخلي.

د عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د هغو کسانو په شمېر کې راځي چي له پګاسوس اسرائیلی سافټ وېر څخه په پراخه پیمانه کار اخیستې ده، یو له مشهورو کسانو څخه چي د دې اسرائیلي سافټ وېر له لوري هدف ګرځېدلی دی د جمال خاشقجي مېرمنه ده چي خاوند یې په اسټانبول کې د عربستان په سفارت کې ووژل شو.

د خدیجه چنګیز څخه جاسوسۍ په داسي حال کې تر سره کیږي چي هغې د عربستان له لوري د خپل خاوند تر وژل کېدو وروسته د ال سعود د جنایتونو تعقیبونه کړې چي د امله یې عربستان له سختو فشارونو سره مخامخ شوی دی. د دغه راپور تر ټولو لرزوونکې برخه د نورو هیوادونو له مشرانو څخه د اسرائیلو جاسوسي ده، ګڼ شمېر عراقي چارواکې او مشران منجمله د عراق ولسمشر برهم صالح، لومړي وزیر مصطفی الکاظمي، جګپوری فوځي چارواکی علی الاعرجی، د عراق د ملی حکمت د جریان مشر سید عمار الحکیم او د فرانسي ولسمشر امانوئل ماکرون او ۱۵ فرانسوي چارواکي د پګاسوس په مټ د اسرائیلو د جاسوسۍ ښکار ګرځېدلي دي.

اسرائیل په داسي حال کې دا کار تر سره کوي چي د نړیوالو قوانینو له مخې د نورو هیوادونو له چارواکو څخه جاسوسي غیرقانوني ده او د نړیوالو حقونو سره په ټکر کې بلل کیږي، د اروپایي کمیسیون مشرې اورسلا فون درلاین د نورو هیوادونو له مشرانو څخه د اسرائیلو د جاسوسۍ په غبرګون کې وویل: دغه مساله د اروپا له ټولو قوانینو سره په ټکر کې دی او زموږ لپاره د منلو نه دی.

parstoday

captcha