ایکنا خبري آژانس د کویت د الانباء ورځپاڼې د انټرنیټي سایټ له قوله راپور راکړ د کویت له : النجاه خیریه ټولنې سره د اړونده سوشل میډیا د کمیټې مدیر عبدا... الدوسري ددیني تبلیغاتو په خپراوي او پراختیا کې له مجازي فضا څخه استفادې ته ددغه مرکز اهتمام ته په اشارې سره ووئيل،تردې دمه له درستې نړۍ څه د پاسه اویا میلیون کسانو د قرآن کریم دعلومو، ژباړو او تفسیر د پروژې دنرم آوزارونو محصولات کابو دوه میلیون دقیقو پورې آوریدلي دي .
د کویت د قرآن دعلومو، تفسیر او ژباړې پروژه،چې په مجازي فضا یا انټرنیټي چینلونو کې افتتاح شوي ، په درستې نړۍ کې د دلچسپي لرونکو له پراخ هرکلي سره مخ شوې ده .
هغه زیاته کړې ده، ددغې ټولنې د قرآن کریم د ترجمو او علومو په دودونکي پلان کې د محصولاتو دتبادلې اندازه ، تردې دمه څه دپاسه شپاړس پتابایټ ته رسیدلې چې په اسلامی نړۍ کې د قرآن کریم د علومو او ژباړو د یوه ترټولو مهم دودونکي آوزار په توګه ددغې پروژې د غوره رول لوبونې ښودنه کوي .
عبدا.... الدوسري په دې خبرې په ټينګار سره چې د قرآن د علومو او ژباړو د دودیدا پلان ، له اوڅاره نړیوال هرکلي برخمن دی، ووئیل ، دغه پروژه د انفورماټیک نړیوالې غونډې جایزه ګټونکی هم شوې چې د ملګروملتود تعلیمي ،علمي او کلتوري ادارې یونیسکو له خوا ئې ملاتړ کیږي ، او دا ئې په ۲۰۱۷ کال کې د ملګروملتو د تل پاتې پراختیا د موخو په لړ کې د الیکټرانیک او توانمنیدا د محتوا په حوزې کې تر ټولو برلاسه پروژې په توګه معرفي کړې ده .
داپه داسې حال کې دي چې د قرآن کریم د علومو او ژباړو د دودیدا پلان ،په ۲۰۱۵ – ۲۰۱۶ کال کې د الیکټرانیکي او توانمنیدا د محتوا په زمینې کې دکویټ د الیکټرانیکي جایزې په شپږم پړاؤ کې لومړی ځائيګی هم ګټلی دی .