ایکنا خبری آژانس د سپوټنک له قوله راپور راکړ ، احمد ندیربیګوف له سپوټنیک سره په خبرو کې وئيلي دي ،دغه معنوي او کلتوري مرکز په یوه ستر مساحت کې جوړیږي چې په دغه مرکز کې به د حضرت محمد (ص)په نامې سره یو جومات ،دارالافتاء د پيرپلور یو مارکیټ او د سولې او دوستۍ د پیغمبر حضرت عیسی مسیح علیه السلام په نامې سره یو پارک شامل وي .
د روسیې د داعستان جمهوریت د مفتي مرستیال احمد ندیر بیګوف د د ینونو ترمینځ د خبرواترو دپر مخ بیولو په موخې سره په دغه جمهوریت کې د ویه ستر معنوي او کلتوري مرکز د جوړولو خبر ورکړ .
بیګوف په دوام کې ددې خبرې په کولو سره چې دغه مرکز به د مختلفو دینونو ترمینځ د تعامل او خبرواترو لپاره یو ځاي وي ،زیاته کړې ده ، مونږ باؤري یوو چې حضرت عیسی مسیح او درست پيغمبران ، الهي نبیان وو . البته حضرت محمد مصطفی(ـص) د درستو پیغمبرانو خاتم دی ،خو په عین حال کې مونږ کله کله له حضرت عیسی مسیح سره اړونده مناسبتونه هم په پرتم سره لمانځو.
په دغه مرکز کې به ، چې د داغستان په مرکز ماخاچ قلا کې په شل هیکټره مځکې پراخوالي باندې جوړیږي، په ټولو امکاناتو سره یو ستر جومات ، سړکونه ، مځکې لاندې پارکینګ او خورې ورې ښکلي کوڅې او همداراز یو میوزیم ، اسلامی مرکز او ښونځی پکې جوړ شي .