ایکناخبري آژانس د امام علی ټيلییوژني چینل انټرنیټي سایټ له قوله راپور راکړی ، د نجف اشراف د علوي سپيڅلي آستان دقرآن کریم دمرکز مشر احمد النجفي ددغه ویبینار کنفرانس په باب په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي ، دغه ویبینار د انټرنیټ له لارې او د ؛ زوم : نومې ایپلیکیشن له لارې ترسره کیږي او په دغه ویبینار کې به د عراق له داخله اوبهر نورو هیوادنو څخه په قرآنی علومو کې متخصص څيړاند ګډون وکړي .
د دعراق په نجف اشرف کې دعلوي مقدس آستان د قرآن کریم مرکز د غدیر خم د نیکمرغه اختر د رارسیدو په مناسبت ، د غدیر قرآنی نړیوال ویبینار په نامې سره سیمنار ترسه کوي .
هغه دغه راز وئیلي دي په دغه ویبینار سیمنار کې به د قرآن کریم په ارتباط او د غدیر دبیعت دخاوند یعنی حضرت امیر المومنین علی ابن ابی طالب علیهم السلام شخصیّت او ځانګړنو په زمینې کې تخصصي بحثونه هم مطرح شي
ټاکل شوې ده دغه قرآنی ویبینار د ذلحجې دمیاشتې په شلمه نیټه سهار نهه بجې پیل شي او دیوه مسیحي فیلسوف او متفکر ډاکټر میشل کعدي او د بصرې دپوهنتون دادبیاتو دپوهنځي دعلمی هیّت دغړی ډاکټر خلیل خلف او څو نورو متفکرانو په ویناؤ سره پيل او ویناوال به خپلې مقالې وړاندې کړي .
3986957