IQNA

د مصر یوې نابینا ماشومې په اوه کلنۍ کې قرآن حفظ کړ

21:37 - August 02, 2021
د خبر لمبر: 3484487
تهران(ایکنا) -د مصر یوه ټيلیویژني چینل د یوې هغې یولس کلنې جینۍ د ژوند کیسه خپره کړې ، چې په سرطان په ناروغۍ له ککړتیا او نابینائۍ سره سره توانیدلې ده ، په اوه کلنۍ کې قرآن کریم حفظ کړي .

ایکنا خبری آژآنس  د الیوم السابع ټيلویژني چینل له قوله راپور راکړ ،د مصر  دالشرقیه ولایت اوسیدونکي یولس کلنه حنین اشرف ابوالعنین محمد په نهه کلنۍ کې په سرطان ناروغۍ ککړه شوي او دبدن په مختلفو برخو کې ئې سرطاني سلولونه پراخ شوي څو تر دې چې د سرطان دناروغۍ له دوو میاشتو تیریدا وروسته  خپله بینائي هم له لاسه ورکړي

 خو له  دغې سختې نارواغۍ  او نابینائۍ سره سره ، خداوندمتعال  دغې ماشومې ته صبر ورکړی او په حیرانونکي ډول  ئې درملنې ته مثبت ځواب ورکړی ، په دې ډول چې د ناروغۍ پر ډاکټرانو ئې هم اغیزې شیندلي  او  ډاکټران هم اړشوي څو له هغې د صبر درس زده کړي.

خداوندمتعال  د صبر پر نعمت سربیره  هغې ته د قرآن کریم دحفظ کولو نعمت هم ډالۍ کړی او هغه په اوه کلنۍ کې بریالۍ شوي درست قرآن حفظ کړي او د قرآن کریم په شلو سیالیو کې په ګډون سره په ټولو سیالیو کې لومړنۍ جایزه وګټي .

د قرآڼ کریم ددغې حافظې ماشومې  مور ۴۳کلنه اعتماد فتحي  وائي، چې لور ئې په نهه میاشتنۍ کې او هغه مهال چې تردې دمه شیرخواره وه ،سخته تبه  کړې ، چې د هغې د سترګو دپړسوب لامل شوه . هغه ئې روغتون ته بوتله  او له ډيرو آزمیښتونو وروسته دهغې ډاکټر خبر ورکړ چې ح نین  په سرطان ناروغۍ  او دهغې دبدن درست غړي هم په سرطاني سلولونو ککړ شوي دي ،نو ځکه باید کیمائي طب سره ئې درملنه وشي . د خداي خوښه وه چې  له دغه آزمیښت او ورپسې په دوهم آزمیښت پسې ئې دسترګو بینائي هم له لاسه ورکړه ، خو بیا د خداي خوښه وه چې  او په درې کلنۍ کې  حنین ښه شوه  او په اوه کلنۍ کې ئې ټول قرآن کریم حفظ کړ او په څه دپاسه شلو قرآني سیالیو کې ئې ګډون وکړ او د قرآن کریم په حفظ کې  ئې په ټولو کې لومړۍ جایزه ګټلې ده .  

3987821

captcha