IQNA

پکار ده تاریخ په صادقانه او مستدل ډول روایت کړو

تهران(ایکنا) -باید دې ته پام شي چې د امام حسین علیه السلام د عزادارۍ دستورې خداي دې نه کړي ، د نامسو ،دروغو ، بې اساسه او سست مطلبونو د یادونې ځاي شي ، چې امام حسین له دروغو سره د مبارزې او دصداقت مظهر ؤ.

ایکناخبری اژانس راپور راکړ، د تهران دپوهنتون یو استاذ او د رهبرۍ د خبرګانو شورا یو غړي ، ډاکټر محسن اسماعیلي د ؛ عاشورا او زمونږ مسئولیّتونه ،نومې د ویناؤ دلړۍ په دوام کې چې د هیواد دپوهنتونوالو د قرآني ادارې په مبین سټوډیو کې ترسره شوي ، دعاشورا د تحلیلي تاریخ ، ددغه پاڅون د ریښو او د اوسنۍ دنیا لپاهر ئې ددرسونو ارزونې ته مخه کړې چې په دوام کې اوس هم ددغه غورچاڼ دولسمه برخه په ویډیو ئي کلیب کې ستاسو خدمت ته وړاندې کیږي