IQNA

خطیب زاده:افغان ډلي دي له تاوتریخوالو او ورور وژنې ډډه وکړي

17:14 - September 04, 2021
د خبر لمبر: 3484591
تهران (ایکنا)- د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویندوي  دافغانستان په پنجشیر ولایت کې وروستیو نښتو ته په اشارې سره له ټولو اړخونو وغوښتل ،له یو بل سره دې حوصله وکړي او د یو واحد حل لارې ته دې  د رسېدو په موخه  خبرو اترو ته ژمن ووسي.

ایکنا خبری اژانس  د ایران پریس له قوله راپور راکړ،د ایران  د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده  نن سهار په یولړ څرګنونو کې ټینګار وکړ: د ایران اسلامي جمهوریت د افغانستان له ټولو اړخونوسره په اړیکه کې دی او خپلې ټولې  هڅې کاروي څو د افغان ولس کړاوونه  کم کړي،مونږ باوري چي د بین الافغاني خبرو اترو له لاري او د بهرنیو هیوادونو له شتون  او لاسوهني پرته په افغانستان کې دوامداره سولي ته رسیدلی شي .

 د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند همدرااز له افغان  لورو غوښتنه وکړه ،د تاوتریخوالو د کارونې او ورور وژنې دې ډډه وکړي.

خطیب زاده وویل: افغانستان نن سبا له کلونوکلونو جنګ جګړو، نیواک او تاوتریخوالو  ستړی دی، نو ټولو ډلوټپلو  ته پکار ده چي له ورور وژنې او تاوتریخوالو څخه ډډه وکړي.

د اسلامي ایران ویاند د بهرنیو لاسوهنو په غندنې سره زیاته کړه: د افغانستان ولس د یوۀ داسي پراخ بنسټ او ولسي حکومت لیاقت لري چي د دې هیواد د ټولو قومیتونو استازیتوب وکړای شي.

هغه بیا ځلي ټینګار وکړ چي د ایران اسلامي جمهوریت به د تېرو ۴۰ کلونو د دوران په څير  د افغانستان د ولس تر څنګ پاتي شي او په دغه هیواد کې به  د سولي او  ثبات  ملاتړ وکړي .

https://farsi.iranpress.com/iran-i202752

captcha