ایکنا خبری اژانس د العین له قوله راپور راکړ،د مسجید النبی د چارو د مرستیالۍد توجیهي او ارشادي چارو ادارې د نبوي مقدس حرم په دغو پاکو حرمیّنو کې په شتون سره د علمی او قرآنی درسونو دپیلیدا خبر ورکړ .
راپور ښئ د کرونائي بحران په دلیل د درسونو له چټي کیدا وروسته لومړنۍ حضوري علمی وینا،د مسجد النبی او مسجد الحرام د چارو دعمومی مشر شیخ عبدالرحمن السدیس له خوا دوږي یا سنبلې د میاشتې په لسمه نیټه ترسر ه شوي ده .
د مسجد النبی د ارشادي او توجیهي د چارو مرستیال شیخ عبدا...الحنینی توضیح ورکړې چې دکرونائي بحران په دلیل له یونیم کاله چټي کیدا وروسته په مسجد النبی کې د علمی او قرآني درستونو بیرته پیلیدا ترسره کیږي او ددغې ترڅنګ به د حرمیّنو شریفیّنو د منارو د سسټم له لارې مجازي درستونه هم دوام وکړي .
همداراز د مسجد الحرام د قرآڼي کړیو مدیر محمد المحمادي هم ووئیل ، دغه ناشتې به دمازدیګر له څلورو بجو د شپې تر اتو بجو پورې ترسره شي او د کرونائي ویروس د خوریدا دمخنیوي په خاطر به د کړیو شمیر په کم تعداد سره کار پیل کړي .
هغه زیاته کړې ده ، په مسجد الحرام کې به د قرآني درسونو دترسره کیدا پروګرام په څو مرحلو کې ترسره شي او په پیل کې به یوازې اته کسان پکې شتون ولرل شي . دګډون کونکو شتون هم د خوریدونکو ناروغیو دمخنیوي او د روغتیائي پروټوکولونو په رعایتولوس ره مشروط وي .
د یادولو ده چې دمسجد النبی دعلمی درسونو او غونډو د کړیو د پرانیستو لپاره پروګرام منظم شوی او په څو مرحلو کې به د مدیریّتي او روغتیائي پروټوکولونو په رعایتو سره اجرا شي .