ایکنا خبري آژانس د الحره له قوله راپور راکړ، په امریکا کې د افترا ضده ټولنې چې یوه غیر حکومتي یهودی ټولنه ده او مرکز ئې هم په امریکا کې دی،په نیویارکې ئې د د نړیوال تجارت د مرکز په برجونو د حملې له خاي سره نزدې د یوه اسلامي مرکز له جوړولو ددغې ټولنې د ډډه کولو په دلیل له مسلمانې ټولنې بخښنه وغوښته.
جناتن ګرینیبلات په یوې مقالې کې چې په سی این این کې خپره شوې ده لیکلي دي،چې ددغې ټولنې دریځ چې یولس کاله مخکې د نیویارک په منهټن کې په ګراؤنډ زیرو سیمې کې د یوه جومات د جوړولو له وړاندیز سره په ارتباط خپور شوی ؤ،د بخښنې غوښتنې مستحق دی.هغه وویل،زه فکر کوم مونږ د هغه دریځ په دلیل چې غوره کړی مو ؤ، له مسلمانې ټولنې څخه د یوې بخښنې غوښتنې پوروړي یوو..
د یادولو ده په نیویارکې هغه ځاې چې د نړیوال تجارت د مرکز په برجونو باندې حمله پکې شوي وه ،ګراؤنډ زیرو نومیږي.
جناتن ګرینیبلات زیاته کړې ده ،د افترا ضد ټولنې په۲۰۱۰ کال کې ډ ،پارک 51، جومات د جوړونې له پروګرام سره د کلک مخالفت په دلیل(چې په اصل کې د ،کروډوبا کور نومیږي ) تیروتنه کړې وه .
https://iqna.ir/fa/news/3995453