ایکنا خبری اژانس د تسنیم له قوله راپور راکړ د افغانستان د شیعه علماو شورا پرون د یوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلي دي ، په هیواد د طالبانو له ولکې وروسته او دغه راز د افغانستان د خلکو د منلو وړ اسلامي نظام او د موجودو اسلامي مذهبونو د ټولو پیروانو ، قومونو او پرګنو د هیندارې او د ټول شموله حکومت د رامینځته کولو په هکله نړیوالې ټولنې او د افغانستان خلکو ته د طالبانو د ژمنې پراساس ،د افغانستان له ټولو قومونو او په تیره بیا له شیعه مسلمانانو څخه د وړ کسانو له شتون پرته د نوي کابینې اعلانول د خلکو د تمې پرخلاف کار دی .
د افغانستان د شیعه علماو شورا په بیانیې کښې ویل شوي دي د طالبانو کابینه چې ټول قومونه او پرګنې پکښې شتون نه لري، د افغانستان په ګټه او صلاح نه ده او دا موضوع به، د افغانستان او د ټولنې لپاره یوشمیر مشکلات رامینځته کړي .
په دغې اعلامیې کې پر طالبانو غږ شوی ، د ټول شموله کابینې د جوړولو او د خپلو ژمنو د تحقق لپاره په افغانستان کښې د موجودو مشکلاتو د حل لپاره دې د ورورګلوۍ ، اخوت او د ملګرتیا لپاره اقدام وکړي او مثبتې زمینې دې رامینځته کړي .