ایکنا خبري آژانس د اهل مصر له قوله راپور راکړ د مصر د بنی سویف ولایت په شمال کې د ناصر ښار په شاوخوا کې الریاض کلی ، پرون د لسګونو ماشومانو پشمول د یو سل پنځلسو قرانی قاریانو د ستاینې او قدرونې په خاطر دخاصو او په زړه پورې دستورو شاهد ؤ.
په راپور کې وئیل شوي دي په قاریانو کې اتیا انجونې او هلکان او ۳۵ د زیات عمر کسان شامل دي . دغه قاریان په داسې حال کې چې په غاړو کې ئې شالونه وو،او پرې لیکل شوي وو ,د خداي د کتاب حافظان، د الریاض کلي په واټونو کې په ولولناک لاریون سره ونازول شول او د الله اکبر په شعارونو او صلوات استولو او د میټایانو او نوقلو په ویشلو سره د کلي درستو اوسیدونکو له خوا وهڅول شول .
له دې مخکې د قران د قاریانو او حافظانو د درنښت او ستاینې لپاره لاریون په ځینو عربو هیوادونو کې دود ؤ او د خداي د کتاب د حفظ او قرائت په لور د خپلو بچیانو د هدایتولو لپاره د کورنیو او خلکو د هڅونې یوه روده ده .
په همدا وروستیو کې د غزې تړانګې اوسیدونکو، د قرآن د حافظانو د ستاینې او درنښت لپاره ورته لاریون ترسره کړی ؤ.