IQNA

په افغانستان کې دې زرترزره ټول شموله حکومت جوړ شي

21:04 - September 12, 2021
د خبر لمبر: 3484616
تهران (ایکنا)- د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي نن په کابل کې د دغه هیواد دمرکزي ولایتونو له لسګونو مشرانو ،عالمانو او ځوانانو سره په کتنې کې د دغه هیواد دوروستیو بدلونونو په باب کتنه او خبرې وکړې .

ایکناخبری آژانس د ایسنا له قوله راپور راکړ ،د افغانستان پخواننی ولسمشر حامدکرزي د دفتر مطبوعاتي برخې د یوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دي ، په دغې کتنې کې دینی عالمانو او مشرانو په دغه هیواد کې د سولې ،ثبات او آرامښت په ټینګیدا ټينګار کړی دی . حامد کرزي په دغې ناستې کې د ګډون کونکو د خبرو په تائيد سره دافغانستان په امنیت او ثبات ټینګار کړی او ټول شموله حکومت ئې ددغه هیواد د ولس د درستې څيرې نندارې ته وړاندې کول وبلل
د افغانستان د مرکزي ولایتونو سپين روبو او دیني عالمانو همداراز هیله ښودلې چې د طالبانو سرپرسته کابینه دې زر ترزره په یوې ټول شموله کابینې بدله شي ، څو د افغانستان درست ولس خپل ځان پکې مشاهده کړي .
دا په داسې حال کې دي چې طالبانو یوه ویندوي محمد نعیم وردک وئیلي دي ،ممکنه ده دطالبانو دغه کابینه تر یوې یا یوې نیمې میاشتې پورې وي او بیا به ټولشموله کابینه جوړه شي .
https://www.tasnimnews.com/fa/news/1400/06/21/2570219/%

captcha