ایکناخبری اژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ د بحرین خلکو په سنابس ښار کې بیګا په مظاهرې جوړلو او شعارونو ورکولو سره له صهیونیسټي رژيم سره داړیکو دعادي کولو دموافقې لاس لیک کول په کلکه محکوم کړل .
د بحرین اعتراض کونکو په دغه هیواد کې د سیاسی بندیانو د سملاسي خوشي کیدا غوښتنه کوله او ټينګار ئې کاوه ، سیاسی بندیان باید له کوم قید او شرط پرته خوشي شي .
له دې مخکې د بحرین جمعیّت الوفاق غورځنګ په تل ابیب کې د آل خلیفه رژيم د سفیر په ټاکلو غبرګون ښودلی او ددغه غورځنګ مرستیال عمومی منشي شیخ حسین الدیهي ټينګار کړی ، په تل ابیب کې د بحرین سفیر خالد یوسف الجلهمه یوازې دخپل ځان نماینده او دهغه نماینده دی چې چا لیږلی دی . هغه زیاته کړې ده ، دبحرین ملت الجلاهمه په رسمیّت ته پيژني ،هماغه شان لکه چې نیواکګر رژيم به تر بشپړ نابودۍ پورې هیڅکله هم په رسمیّت ونه پيژني .الدیهي روښانه کړې ده ، بحرین به هماغه شان د فلسطینیانو ترڅنګ ولاړ وي او له صهیونیسټ رژيم سره داړیکو عادي کول هم خیانت او پیغور دی .