IQNA

چین د افغانستان د بیارغاونې بشپړ ملاتړ وکړ

17:19 - September 14, 2021
د خبر لمبر: 3484625
تهران (ایکنا)- په ملګروملتونو کښې د چین دائمي استازي چن شو وویل ،بیجینګ د افغانستان د ګاونډي په توګه تل د دغه هیواد د واکمنۍ ، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا احترام کوي او د افغانستان په کورنیو چارو کښې په نه لاسوهنې ټینګار کوي او د افغانستان له خلکو سره یې د دوستۍ سیاست غوره کړي دی .

 ایکناخبری آژانس  دپارس ټوډې  له قوله راپور راکړ،دپه مګلروملتو کې د چین استازي چن شو»بیګا په یولړ څرګندونو کې دې ته په اشارې سره چې چین نیت لري د مرستو یوه جوپه  چې خوراکي شیان ، د ژمې د تیرولو لپاره ضروري تجهیزات ، د دوه سوه (۲۰۰) میلیونه یوانو په ارزښت درمل او واکسینونه پکښې شامل دي، افغانستان ته واستوي زیاته کړه، ټاکل شوي ده چې چین په لومړۍ مرحلې کښې د افغانستان خلکو ته د کورونا درې  میلیونه واکسن  واستوي .

د چین دغه ډيپلوماټ وویل پیکینګ دغه راز د افغانستان ضرورتونو او غوښتنو ته د احترام پراساس تر زیاته حده د دغه هیواد اقتصادي پراختیا او سوله ییزې بیا رغونې ته دوام ورکوي او نړیواله ټولنه هم باید له افغانستان سره خپلې مرستې زیاتې کړي او په دې کښې امریکا او د هغې متحدان په دې هکله زیات مسولیت پرغاړه لري .

https://parstoday.com/ps/news/world-i105648

captcha