ایکنا خبری آژانس د آوا له قوله راپور راکړ ، دافغانستان د بلخ ولایت د شیعه عالمانو د شورا مشر حجت الاسلام حسین علي بیاني د حضرت امام علي علیه السلام په قول په استناد سره وویل ښه او عاقلانه مشرۍ به دوام ولري او د خلکو په زړونو کښې ځاې پيداکوي او هر حکومت یو پړاو لري او هیله ده د طالبانو حکومت د خلکو په ګټه ووسي .
حجت الاسلام بیاني په دې خبرې باندې ټینګار سره چې حکومتونه په ظلم او استبدادونو سره نه شي پاتیکیدلی وویل شیعه مسلمانان د بلخ ولایت نیمه آبادي جوړوي او باید د مرکزي او د ځايي حکومتونو په جوړولو کښې ونډه ولري او د خلکو په حق باید سترګې پټې نشي څو ټول خلک ځانونه په حکومت کښې شامل وګڼئ شي
دافغانستان د بلخ ولایت د شیعه علماو شورا مشر حجت الاسلام حسین علي بیاني د خپلې وینا په بلې برخې کښې په مزارشریف ښار کښې له علماو او سپین روبو سره له غږملتیا پرته د طالبانو خپل سره اقداماتو ته په اشارې سره وویل په بلخ ولایت کښې د طالبانو د تحریک لخوا د شپې په وخت د کورونو تلاشۍ اخیستل د منلو وړ کار نه دی او مونږ د عدالت ، امنیت او د نظم د ټینګولو او د مجرمینو د نیولو لپاره ملګرتیا کوو او طالبان باید د کورونو د تلاشۍ له اخیستلو ډډه وکړي .
په دغه سترې غونډې کښې ګډون کونکو په پاې کښې اته (۸)ماده ییزه پریکړه لیک خپور او تصویب کړ او په طالبانو یې غږ وکړ چې د ټولو ښاریزو حقوقو ته پام وکړي او په ټول شموله حکومت کښې دې د افغانستان شیعه مسلمانانو ته هم د پام وړ ونډه ورکړي .
https://avapress.com/fa/239663/%