IQNA

د عراق الحشد الشعبی ځواک مبارزانو دحسینی عزادارو په ضد دحملې مخه ونیوله

17:04 - September 15, 2021
د خبر لمبر: 3484634
تهران (ایکنا) - د عراق ولسی ځواک الحشد الشعبی په یوه بیانیه کې د حسینی اربعین په زایرینو د داعش د ترهه ګرې ډلې د حملې مخه ونیوله .

ایکناخبری آژانس  د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ داعش تکفیري ترهه ګرې ډلې د بغداد په جنوب کې په حسینی ویرجنو د حملې پلان برابر کړی وو، چی د حشد الشعبی د استخباراتو برخې دغه حمله شنډه کړه .

په  راپور کې وئيلي شوي دي ،د حشد الشعبی یوه قوماندان یاسر حسین په وروستیو کې ویلی وو د دغه ولسی ځواک  د عملیاتو کوټه به چی د حسینی اربعین د دستورو لپاره جوړه شوې ، له کربلا د وروستی زایر تر ستنیدا پورې خپل کار ته دوام ورکړی .

د صفې په شلمه د شهیدانو د سردار او د هغه د اهل بیتو او وفادارو یارانو د شهادت د څلویښتی ورځ ده .

https://parstoday.com/ps/news/world-i105676

captcha