ایکنا خبری آژانس د ایرنا له قوله راپور راکړ د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر آیت الله ابراهیم ړیئسي په همدا وروستیو کې د تاجیکستان په پلازمینې دوشنبې کې د شانګهائي موسیسې د کیدونکي سرمشریزې په څنډې کې د پاکستان له لومړی وزیر عمران خان سره لیده کاته وکړل او دواړو لورو د سیمه ایزو او نړیوالو بدلونونو په تیره بیا د افغانستان د وروستیو حالاتو په باب ئې پخپلو خبرو کې ووئیل، د کرار او باثباته افغاستان شتون ددرستې سیمې او نړۍ په ګټه دی او د افغانستان د اوسنیو ترینګلو حالاتو مسئولیت د هغو قدرتونو په غاړه دی چې تر شلو کلونو پورې ئې د افغانستان سرچینې لوټ کړې او دغه هیواد او ولس ئې په ماتې کشتۍ کې پریښود او په بې مسئولیته توګه ئې پوځونه په بې شرمۍسره بیرته وبلل.
دواړو لورو دغه راز د ایران او پاکستان ترمینځ د ورورولۍ او دوستۍ د اړیکو په پراخولو او د سلامشورو او راشه دیرشه او د اړیکو په پیاوړتیا هم ټینګار وکړ .
ټاکل شوې ده د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر د نورو هیوادونو له مشرانو سره هم وګوري .
https://www.irna.ir/news/84473318/