IQNA

د حسینی مقدس آستان له خوا د اربعین په مناسبت ځانګړی امنیتي پلان اجرا کیږي

17:24 - September 17, 2021
د خبر لمبر: 3484642
تهران(ایکنا)-د حضرت امام حسین علیه السلام د مقدس حرم د آستان د اعلامیې په اساس د حسینی اربعین د امنیت د ټینګولو په موخې سره ځانګړی امنیتي پلان اجرا کوي.

ایکنا خبري آژانس د آستان حسیني د انټرنیټي سایټ له قوله راپور راکړ، د حسیني مقدس آستان د نظم د ساتنې د برخې مشر رسول عباس فضاله په دې باب ووئیل،د زیارتوالو د سلامتیا او امنیت د ساتلو په موخې سره د حسیني اربعين د ځانګړي امنیتي پلان د اجرا لپاره درستې لازمې تابیاوې او اقدامات ترسره شوي دي .
هغه ووئیل، په همدې خاطر او د هغو پلانونو په اساس چې ترسره شوي دي،د حسیني زیارتوالو د تلو راتلو د آسانتیاؤ لپاره پلي لارې، واټونه،او د بهر وتلو درستې خروجئ پرانیستل شوي او په آستان کې د پولیسو د قوماندې او د عملیاتو د قوماندې پشمول په اړونده امنیتي تجهیزاتو سره د ګډو عملیاتو يوه کوټه جوړه شوې ده .
د حسیني مقدس آستان د نظم د برخې مشر وئیلي دي ،دغه څانګه زیارتوالو ته د روغتیائي او طبي خدماتو د وړاندې کولو په موخې سره، د امام حسین علیه السلام د سپیڅلي حرم له نورو څانګو سره بشپړ ملګرتیا کوي.هغه همداراز ووئیل،د نظم او ضبط د ټینګولو د برخې پر کارکونکو سربیره،شپږ زره رضاکار ځواک به هم د نظم په ټینګولو کې او د زیارتوالو د امنیت او سلامتیا د ساتلو په موخې سره له مقدس آستان سره مرسته وکړي . 

https://iqna.ir/fa/news/3998040 

captcha